سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9651
ټول لیدونکې
1062006

غم د جانان


2017/05/06


ملک د پښتو دې خو پښتو نشته دې
مړه اوس مېنه د زړګو نشته دې
چې په غوږونو به ئې ویښته ولاړ وو
هېڅ هغه نښي د سړو نشته دې
په شته خو ډیر خلک هم شته دې دلته
په شته کښې یو هم د دي شتو نشته دې
که هغه نه راځي نو نه دي راځي
زما هم زور نور د ورتلو نشته دې
ما ویل د سوال کچکول ټوټي ټوټي کړه
ویل يې یو شې هم بې غوختو نشته دې
که دې وطن کښې دي بلها سېندونه
خو په نصېب ترې ګوټ د سپو نشته دې
غم د جانان په دلسوز داسې دیره
چې هېڅ امکان ئې د وتو نشته دې

دوست محمد دلسوز

بېرته شاته