سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9666
ټول لیدونکې
1090758

جنګ او سوله


2017/23/06

جنګ دټولنۍ دخلکو دروحي نارغيوغټ عامل دی
جنګ دمايوسي اودټولنۍ دبربادی سبب دی
دجنګ عاملين په صورت دعموم  دصحي نارغيوله عمله ژر مري
جنګ يعنی دنسلونو تباهي اودبيګناه خلکو قرباني
جنګ دطبعيت په ښکلاګانو باندی ډيربد اغيزه لري
جنګ  کې اميدوارې ښځې معجزه يا(سويشکل)ماشومان زيږوي
په جنګ کې  دباروت استعمال دهر انسان په وجود حتی دسنګر سرباز ته هم صحي خطر لري
جنګ دانسان دعمر کموالي  اصلي عامل دی
هغه خلک چې په جنګ  کې ژوندکوي دهغوخلکو په پرتله چې سوله کې ژوند کوي کم عمر لري
-------------------
راځئ چې سوله خوښ کړو؟ سوله دطبعيت ښکلااودژوندمعنی ده
سوله دجنګ د پاې ټکۍده
سوله دانسان دژوندپايښت ده
سوله د ټولنيز ژونددبرياليتوب راز ده
سوله ديوالي زيرۍ او دماشومانو دراتلونکي ضمانت کوي
سوله کې ژوند دعمر داوږدوالي مهم راز ده
سوله دژوند سکون، او دزړه ارام د ه
سوله مينه ده
سوله دخوږو شنډو مسکا ده
سوله دژوند اطمينان ده
سوله دروح سکون ده
سوله دطبعيت دښکلاګانوننداره  ده
سوله دګل اودبلبل مينه ده
سوله دژوند دبرياليتوبونو راز ده
راځئ چې دسولې په فضاکې ژوند وکړوهيوادموګل او مونږ يي بلبلان شو او دسولې نغمې وغږوو ترڅو دجنګ لمبۍمړې شي  او دسولې پلوشوکې دژوند دښکلاګانوستوري په نڅا راشي اوګران افغانستان  نوردجنګ لمبوکې ونه سوځي اوهيوادمو دسولې په زانيګو بدل شي
 

زرلشت حفيظ

بېرته شاته