سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9782
ټول لیدونکې
1281214

زماگرانې لورته څلورم ليک


2017/01/07


 
گرانې لورکې انسانان سره ورته وينه او باډي لري خو دجنسيت له پلوه فرق لري دانسانانو څخه مونږ تل دهغوي درشتو،ټولنيز موقف اوعلمي سويه په مطابق هيلې لرو خو دی خبرې ته مو لږ پام شوی چې هرانسان ځانته ځانگړينې او خوصوصيات لري کله چې ژمنه وکړي ورته وفادار پاتې کيږي ځنې بيا داسی نه دي پوهيږم موده مخکې ستا دکشر ورور کليزه وه او تا دی ورځې ته د يوې هفتې نه مخکې تياري نيولې وه تا ورته ويلي و چې پينځه بجې دماذديگر راشه لکه څنکه چې هغه خبر نه و چې څه دپاره او تا ورته دکاليزې پروگرام نيولې وه خو په ورته وخت کې يي ملگري هم ورته پارک کې دکليزۍ دپاره پروگرام نيولي و خوتاته يي خبر درکړ زه دماذديگرپه اته بجو کورته راځم ستا سترگو ته اوښکې راغلې ځکه چې بهر کې لويه شوې پابند دټايم او وخت يي غواړم دا درته ووايم دا ستا ورور يواځې نه دی چې دوخت پابند نه دی دزمونږ په افغانانو کې دود گرځيدلی چې په معلوم ساعت کې واده،کوژده او کليزۍ ته نه راځې په دی هيله چې ستا دورور په شمول ټول خلک دوخت په ا هميت پوه شي کله چې دشپې اته بجۍ شو ورور دی راغی هغه ميز ته ودرديد کوم چې دچرگ او دپسه دغوښۍ ساړه يخ شوي کبابونه ، تازه ميوه او دکليزۍ کيک هلته ايښي وچې يواځې زه ورسره وم او دکليزۍ مبارکي مې ورکړه ډالۍ گاني دهغی خوب کوټه کې ايښي و يواځې مې ورته وويل ته به دی دخورنه په کومه ژبه مننه کوی ؟
هغه مسکۍ شو وويل اول دخپل وعده خلافي دپاره معذرت غواړم او بيا يې پخلا کوم او ورنه مننه کوم.
نور بيا

دمور دورځې په وياړ ماته دسرو زرو ډالې

زرلښته حفيظ بشريار

بېرته شاته