سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9884
ټول لیدونکې
1451161

زماگرانې لورته پينځم ليک


2017/16/08

مننليک گرانې لورکۍ:- نن دجوزادمياشتې څلورويشتمه نيټه چې دمور دورځې سره مصادفه ده دتل په شان د مور ورځ کې وظيفه کې يم خپله پوهيږې زمادنده څومره مصروفه ده دمور په قدرهرڅوک نه پوهيږي ځکه چې مور پيژندنه ژور تحليل غواړي که دموراواولادرشته وڅيړل شي دابه به جوته شي چې دانسان اودبشرپه تاريخ کې مورډيره لوړه مرتبه لري زه چې دمورپه هکله څه ليکم داپه دی معنا نه ده چې دځان صفت کوم بلکې ددونيا عواطف زه دخپلې مورپه زړه کې وينم دمورمقدسه کليمه راباندې ښه لگيږي ځکه چې مورمې راته ډيره گرانه ده ټولې ميندې داحترام وړدي ځکه چې زه موريمه اوپوهيږم چې مورکيدل اسان کارنه ده مورکيدل ځانته خصوصيات او ځانگيړنې لري مورته بايد يواځې دمور ورځ مخصوصه نه شي مورته ياوالدينوته هره ورځ بايداحترام وشي ځنې بيافکر کوي چې موريوه ورځ لري زما په نظر هره ورځ دمورورځ ده غواړم نه يواځې تاته بلکۍ دنړۍ ټولو انسانانوته دا ووايم چې هره ورځ بايد دمور ورځ واوسي مونږ دژوند په هره سخته گړۍ کې داه مورې کليمه يادو هغوې چې دمور په قدر پوهيږي داسلام ددين نه خبردي حتی نورو مذهبونو اوکلتورونو کې هم مورته احترام کوي اياته پوهيږې چې ژوند يوامتحان دی؟ مادژوند په هره صحنه کې هررقم انسانان وليدل ما داسی دخلکونااهله بچيان وليدل چې خپل مورپسی غيبتونه کول نوروبه چې ددوې مورپسې بدويل دوې به ويل هومور مې داسی ده ماداسې لورگانې او زامن وليدل چې خپل مور به يې وهله اودويښتانونه کشوله چې و وځه زما دکورنه داځکه چې ميرمنې يي ورته دمور شيطانت کړي وه چې مور دی پخپل بکس کې بوره پټه کړيده مور به يې قسمونه خوړل چې نه بوره نه ده بلکه هغه کفن دی چې پلار مې کعبې شريفې نه راته راوړې دی نو بيابه يې اينگور ورغبرگه کړه نو سپين سان ته خو څوک قلف نه اچوي ولې دې ورته قلف اچولې؟ موربه خپلې اوښکې پاکولې او بيا به يې ويل ځکه چې کوم ناپاک لاس پرې ونه لگيږ ي خو زوې يې دمور په اوښکونه دخپلی ميرمنې په خبره دمور بکس به په لغتو چخپيت کړو مور به په ريږديدلی اوازاو لاسونو دخپل جيب نه دبکس کيلي وايستله او خپل يواځنی زوی ته به يې ورختاه کړه چې بکس مه خرابوه قلف خلاص کړه بکس وگوره خوهغه هيڅ هم نه اوريدل پخپله خوښه واده شوې ميرمنې خبرې به يي اوريدلی اودميرمن په شيطانت به مور باندې داسی چمونه کول چې توبه!! ما دخلکو داسې زامن او لورگانې وليدلې چې پخپلومنځوکې به يي دمورغيبت کاوه او ما دخلکوداسې لورگانې او زامن وليدل چې مورته به پدرلعنتي ورکولې او پوچ الفاظ يي کارول اوماداسی لورگانې اوزامن وليدل چې به يي ويل زمونږ مور پيسه دوسته ده چې پيسې ورکړی ورته خوشحاله وي دا معلومه وه چې مور هغه پيسې به يې پخپل کور مصرفولې او دکور ټول خواړه خوړونکي هماغه زامن،لورگانې لمسي اولمسيان وه خوخپل مذهب نه ښه خبر و چې مورته اف ويل هم گناه ده زمونږ په مقدس دين کې ويل شوی که څوک جنت ته داخليدل غواړي دوالدينو دی ډير احترام وکړي بخصوص مورته ځکه چې جنت دمور دقدمو لاندی ده که څوک اوه(۷) ځلي خپله مور حج ته په شا يوسي هله به دمورحق ادا شوې وي بدترينه خبره دمور دخولې نه دحق کولو خبره ده کله چې مورداولاد څخه ډيرازار شي که موراولادحق کړي هغه بنده به ډيره گنگار شي گرانې لورکۍ پوهيږم بهر کې لويه شوې يې تر وسه پورې مې هڅه کړې چې په هرڅه دې پوه کړم ځکه چې ته نن انجلې يې يوه ورځ به مور شې نو هغه وخت بيا لازمه ده چې خپلو ماشومانوته ښه روزنه ورکړ ې موراوپلارډير حقوق لري په اولادنو لکه څنگه چې ماشومان تربلوغ حتی ترهغې هم پورته دنده لري چې ښه لاره کې يي تشويق کړي بدو څخه يې وگرزوي لور جانۍ :-مور ډيره مهربانه وي پلار هم دخپل بچيانو په روزنه کې ډير زيار باسي ژوند يوامتحان دی دانسان ژوندټول امتحان دی لکه څنگه چې ماشوم اول پيداشي دژوند پيل يي په ژړاده ځکه چې ژوند لويه سلسله او امتحان دی خدای خبر دژونددامتحان نه څوک بريالې راوزي لکه څنگه چې مې وويل ماشوم ورو ورو سترگې پرانيزي په خبرو پوهيږي کله خاندي کله ژاړي بيا په لاره په تگ راځي ورو ورو مکمل انسان ورنه جوړ شي خو کله چې ماشوم لوئيږي او پوره انسان ورنه جوړيږي عمردسترگو د رپ په شان تيريږي څو موده پس دمور او پلار دعمر زوال راځي دابيا هغه وخت دی چې موراو پلار باندی دژوند بل حالت راځي يعنی ورو ورو عمر يي ډيريږي ،زړيږي دوخت تيريدوسره خبرې نه اوري ژبه يي سم کار نه کوي پخښې اولاسونه يې کمزوری کيږي لاره کې تللی نه شي عقل کې هم نقص پيدا کيږي يادداشت يې کمزورې کيږي داوخت کې ښه اولاد هڅه کوي چې دمور اوپلار ښه خدمت وکړي لاس نيوې يي وکړي لکه څنگه چې ماشومتوب کې له دوې څخه پالنه شوی وه خو ما دخپل هيواد په ځنيو کورنيو کې دموراو پلار حالت بل ډول وليدمور دلور سره پلار دزوی سره تقسيم شوي و خو دا ورنه هير و چې که مور اوپلار څومره زاړه هم شي يودبل سره مينه لري دوې يودبل سره په خبرو هم خوشحاليږي دوې بايد دمرگ تر وخته هم يودبل نه بيل نه شي نه غواړم خبره ډيره اوږده کړم او مايوسه دې کړم خو دا دژوند هغه حقايق دي چې ترې انکار نه شو کولی غواړم دزړه له کومې دخپلو ټولو ماشومانو نه مې مننه وکړم چې هرکال په رنگارنگ ډاليو او خوشحاليو باندی دمور او پلار ورځ نمانځئ په حقيقت کې مور او پلار ډاليوته نه خوشحاليږي خو دا يو ډول احترام ده چې بايد مروج شي هر مور او پلار ته دنړۍ ترټولو ډاليونه غوره ډالې نيک عمل نيک کردار نيک رفتار او مودب اولادونه دي چې زه هم پر تاسو وياړم او دالله(ج) شکر ادا کوم چې ماته نيک عمل ماشومان راکړي او زما دماشومانو پروسږنې ډالۍ چې يوه وړوکې انتيکه ترازو وه چې ډواړو کاسو کې سپين کرستل غمېايښې وه چې دترازو دواړو خووزن يي بر ابرکړی وه او هغه پوستکارت چې تاسوماته ډالۍ کړي واو پرې ليکل شوې وه (((مور ده چې دخپلو اولادنو تر منځ فرق نه کوي او تل دانصاف تله په لاس کې لري))) دا څو خبرې مې ډير ې خوښې شو ې ځکه چې زما مور هم خپل زامنو او لورگانو باندې دتعليم په برخه کې ډير زيار ايستلې چې تاسې يې گورئ اجازه راکړئ مخونه او لاسونه مو ښکل کړم که څه ميندې د بچيانو لاسونه نه ښکلوي خو زه تل دا کار کوم ځکه چې تاسو په هرڅه په دی کم عمر کې ژور فکرکوئ او مالولئ اجازه راکړئ له تاسو ټولونه مننه وکړم چې سږ کال موماته دسرو زرو قلم او يوه ښکلې کتابچه چې پرې دگلاب گلونو تصويروډالۍ کې راکړ مور او پلار قيمتي ډالۍ گانوته اړتيا نه لري احترام کفايت کوي ځکه چې مور ډيره مهربانه وي اودژوند په هره سخته کې ورته مور اود هغې مينه ياديږي يوه ورځ ناروغه وم او دسترگو نه مې اوښکې روانې وې دا څو ټکې مې خپل ديادداشت کتابچه کې وليکل دا ځکه چې مور ډيره مهره بانه موجوده ده مورې پرون تبه مې وه مورې مړه کيدمه درد مې ډيرو له ډير درده ژړيدمه غير لتانه بله نوم مې خوله کې نه و الله مورې مې ويل اوتاوييدمه ستاپه لپه کې دعاګانې شفاګانې چې راياده به شوله درده رغيدمه زه ناروغه يمه خوب کې به مې وينې بيګاه ټوله شپه له تبې سوزيدمه دمور او بچيانو ترمنځ ډير نژدی اړيکي دي کله چې انسان دلمړي ځل دپار دمور په بطن کې هست کيږي فکر وکړئ چې مور باندی څه حالت راځي بی اشتهاي ،زړه بدوالې ،تبه بی خوبي کمزوري ان تر هغه وخته پوری چې ماشوم دمور دويني څخه پوره تغذيه شي او يو مکمل انسان ورنه جوړ شي اووروسته دنه يا لس مياشته پورې نړۍ ته راشي بيا هم همدا رنځوره مور ورته په شپو شپو بی خوبي کوي دهغې دروغ او رنځور څخه صادقانه پالنه کوي تر څو ماشوم کيناستل گرځيدل او خبرې کول زده کړي او بيا يي جومات اومکتب ته ليږي چې ښه راتلونکې ولري کله چې لور او زوې لويان شي بيانو دهغوې دغرور او کبر مرحله شروع کيږي بيانو بچيان داسې فکر کوي چې اوس نو مور څه زه خپله لوې شوی يم خو زه مې دخدای نه شکر وباسم چې ماشومان مې داسې نه دي غواړم ټولو انسانانو ته دا ووايم چې ژوند يو امتحان دی دا امتحان باندی هله پوهه شوم چې زه بهر ته نوی راغلم او دانسان ژوند مې تر څيړنې لاندی ونيو نه غواړمه زما په دليک په لوستلو ستړې شې غواړم بل ليک کې ستا دپلار دډالۍ کيسه وکړم چې هغه ولې ماته دمور ورځ کې ډير قيمتي عطردگلانو يوه گيډۍ اويو پوسکارت ډالۍ راکړ ماورته وويل زه خوستا مور نه يمه ته ولې ماته ډالۍ راکوی؟ نور بيا

زرلښته حفيظ بشريار

بېرته شاته