سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9651
ټول لیدونکې
1062053

معلومات


2017/17/08

ځیني ساده اوسانه پوښتني اوځوابونه، دهغه اشخاصو لپاره چي غواړي مطالیعه يې قوي سي اوپه ژوند کي ورڅخه ګټه پورته کړي. سوال: دیاګانو ډولونه دیوې یوې جملي سره ولیکئ جواب: پنڅه دي، جملـــــه ــــ ملالۍ نن په کور کي دکار کولو لپاره له ښوونځي څخه پاته سوه. سوال: املا تعریف کړئ جواب: په سمه توګه خپلي او دنورو دخبرو لیکلو ته وايې. سوال: په هیواد کي لومړينۍ جریده په څه نا مه یادیده او دچا په وخت کي رامینځ ته سوه؟ جواب شمس النهار وه دامیر شیرعلي خان په وخت کي رامنځ ته سوه. سوال: کلمه تعریف کړئ ؟ جواب: هغه لفظ چي دیوې مانا دافادې لپاره له خولي راوزي کلمه بلل کیږي. سوال:میرویس نیکه دچازوي وو؟ جواب . دښالم خان زوي وو. سوال: پسرلی دانسان دکوم وخت سره برابر دی؟ جواب: دځوانۍ له عمر سره. سوال: مناجات څه ته واي او دڅه دپاره ویل کیږي ؟ جواب : دعاته ویل کیږي او دالله ج څخه دیوه څه غوښتنه ده. سوال: دحضرت محمد (ص) دیوې معجزي نوم ولیکئ؟ جواب : دسپوږمۍ دوه ځایه کیدل. سوال: دافغانستان خپلواکي دچا دخوا او په کم کال کي اعلان سوه جواب :غازی امان الله خان په ۱۲۹۸ کال کي. سوال: افغانانو دخپلواکۍ داخیستلو لپاره څوځله له انګریزانوسره جګړه وکړه جواب : ۳ځله يي وکړه سوال: ماین ښودلو رسمي نښي څو دي؟ جواب دري دي سوال:دافغانستان لومړنۍ جریده څه نومیده او دچا په وخت کي پیل سوه؟ جواب :شمس الهنار وه دامیر شیر علي خان په وخت کي. سوال:دامیر شیر علي خان دواکمنۍ درې مهم کارونه ولیکئ جواب: دچاپ ماشین، جریده ، پښتوته وده. سوال: نورستان ولایت پر څو برخوویشل سوی؟ جواب : پردرو برخو ختیځ . مرکزي ، اوغربي سوال: صنعت تعریف کړي؟ جواب: خام مواد په پخوموادو بدلولوته واي. سوال: دګرامر لوستل څه ګټه لري؟ جواب صحیح لوستل او لیکلو ګټه لري. سوال دکامې ، دکاروني ځایونه ولیکئ جواب دنومونو دبیل والي، او دنیمګړو جملو دبیلوالي لپاره. سوال:که په ژبه کي نمځري ونه کارول سي څه ستونزه رامینځ ته کیږي؟ جواب: لیکنه بیخونده کوي او نومونه تکراریږي. سوال : نومځری تعریف کړئ جواب.: نومځری هغه کلمه ده چي دنوم پرځاي کارول کیږي، لکه په جمله کي وایو، احمد راغي، که نومځری کاروو بیا وایو دی راغی.

بېرته شاته