سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9651
ټول لیدونکې
1062025

خيالونه اوخوبونه


2017/27/08

خيالونه اوخوبونه ديوې لوې بيړۍ مينځ نه مې دسيند دڅپو ننداره کوله دسيند دپاسه سپين سيگل (ماهي خورک)مرغې ښکته پورته په هواکې الوتنې کولې بيړۍ دسيندغاړې ته ورسيد ه اوزه تری ښکته شوم تلفون مې په لاس کې وه نه پوهيدم چې چيرته روانه وم ديو نامعلوم هدف په لورې مې چابک چابک گامونه اخستل پسرلنې هوا وه ونو نوې پانې کړيوې دسهار لمرددنگودنگوغرونوشانه ورو ورو پورته کيده اوزرينې وړانگې طبيعت ته لارڼايي او ښکلا باخه دمعمول په څيردمرغانو اوازونه مې تر غوږ شوه دگڼو ونوخواته مې ځان ورساوه دونو لاندی دلمر رڼا دگڼو ښاخونو دمينځ نه پرځمکه سپين سپين خال خال رڼا ښکاريده دمرغانو شورماشور دهرې خوانه اوريدل کيده زه لکه يوه شوخه ماشومه تلفون مې په لاس کې دغوزانو ونو لاندی په دی طمعه چې مرغان اويا دمرغۍ ځاله پيدا کړم تصوير ورنه واخلم خپل گامونه مې لا گړندې کړه ناڅاپه مې هغه مخې ته راغی په حيرانتيا يي رانه وپوختل اې پيرۍ ته دلته څه کوې؟ پاس ونو ته مې ايشاره وکړ او په خوله مې دشهادت گوته کيښوده او په ايشاره مې ورته وويل ششششش چوپ شه دمرغانو تصوير اخلم خو هغه کليوال وه کله په شششش باندی پوهيده ويل راکړه تلفون وگورم تر اوسه دی څومره تصويرونه دی اخيستې نه مې غوښتوتلفون ورکړم فون کې زما او زما دکورنۍ تصويرونه وه هغه په منډه مانه لری لاړهغه مخکې او زه ورپسی په منډه شوم ناڅاپه مې ورپسی چغه وکړه ورته مې وويل فون مې راکړه خو وخت دوخت نه تير و چې سترگې مې خلاصې کړې اسمان نه دگروپ رڼا مخې ته پلته پلته واوره وريده زړه کې مې وويل خدايده ته مې خوب رښتياکړی!! ما هماغه باغ ته يوسه کوم چې مې په خوب کې وليد دسهار چاې محال کې همداسی دبيگانې دخوب صحنې مې سترگو سترگوته کيدې دژوند ملگری مې په ځير ځير راته کتلی ماته مسکۍ شو وويل نن خوډيره ارامه ښکارې خير خو ده دتيرې شپې خوب مې ورته بيان کړ وی خندل وويل سوچ مه کوه کوم باغ چې تا په خوب کې ليدلې راتلونکې پسرلی ته به هلته ځواوخوب به دې رښتيا شي پسرلنې رخصتي مې واخيسته غوښته مې چې يوې ملگرې سره کيوباته لاړه شم خو دژوند ملگری مې وويل نه هغه باغ ته ځو چې خوب دې رښتيا شي سفر مې دډيرو خوښيونه ډک سفر و سره له دی چې هفه باغ ته لاړو ډير نورو ځايونو اوباغونوته هم لاړو اوس دډيروخوشحاليوسره بيرته راغلو کاشکې ټول ښه خيالونه اوخوبونه مې همداسې رښتياشي امين.

زرلښته حفيظ بشريار

بېرته شاته