سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9651
ټول لیدونکې
1061988

ملکه ثریا


2017/11/09

هغه ښځه چې د یوه کامیاب نارینه تر څنګ ولاړه وه د شاهي ماڼۍ هسکې منارې، رنګینې نظارې، یخه هوا او خپل له شان او شوکت ډک ژوند ته یې کتل او د نورو میرمنو بې وسۍ او بې وزلۍ ځوروله. هغه د محمود طرزي په څير د یوه ستر انسان سره رالویه شوې وه، د امان الله خان سره یې په وطن او د وطن پر ستونزو بحثونه او خبرې کړې وې اوهمدې شخصیتونو پرې اغیز کړی و. په مخه کې ستونزې ډيرې، لاره اغزنه او خنډونه ډير پراته وو. دې دا هر څه ته سینه سپر کړه او د یوې متمدنې میرمنې نقش یې ډير ښه ادا کړ. دا به نه هیر وو چې ثریا طرزي د افغانستان د ژورنالیزم د پلار محمود طرزي تر سیوري او لارښوونو لاندې لویه شوې او تر نوې ځوانۍ رسیدلې وه. هغې چې څه لیدلي وو او له پلاره یې چې د وطن او وطن د مینې په اړه څه اوریدلي وو هغه یې په ښه توګه په ذهن او ضمیر کې ناست و او په خپل سر کې یې د ژوند او خلکو لپاره ځانګړي فکرونه درلودل. دا ځکه خو چې کله یې اعلیحضرت شاه امان الله خان سره یې کوژده بیا واده وشو نو سم د لاسه یې د ځوان میړه تر ځنګ ودریده او د اصلاحاتو په پروګرام کې یې تر بل هر چا کارنده او رغنده ونډه واخیسته هغې د نجونو او ښځو د تعلیم په برخه کې بنسټيز او کوټلي ګامونه پورته کړل چې د افغانستان تاریخ به یې تر ابده منندوی واوسي. په کال ۱۹۲۱ کې یې د افغانستان په تاریخ کې لومړنی د نجونو ښوونځی پرانیست چې پنځوس تنه زده کوونکې یې درلودې او ترکي، الماني او هندي ښوونکو په کې تدریس کاوه. له دې سره د عصري زده کړو دروازه د افغان نجونو پر مخ خلاصه شوه. په همدې کال یې د ښځو لپاره د( ارشاد نسوان) په نوم د ښځو لپاره ځانګړې نشریه هم له چاپه راووته. د ښوونځي او مجلې چارې دواړه د اسما طرزي په غاړه وې چې په بهر کې یې زده کړې کړې وې او دا کار د ملکې د ښه مدیریت او درایت ښکاره نښه ده. له امان الله خان سره د هغې د اروپا تاریخي سفر او په دې سفر کې د بیلابیلو خلکو او هیوادونو د استازو سره د هغې لیده کاته د اروپا په څير د یوې پرمختللې ټولنې لپاره هم یوه نوې خبره وه او په دې اړه د وخت مطبوعاتو خپله ایښتیا ښودلې ده او په دې اړه له پاریس څخه د هوهلو مجلې ولیکل: ( ما له ډيرو ملکو او لوړ پوړو چارواکو میرمنو سره مرکې کړې خو ډير لږ ښځې مې د افغانستان د ملکې په څير هوښیارې، ذهینې او د معلوماتو لرونکې لیدلې). د ملکې د ښځو د حقونو او د هغوی د پوهاوي لپاره هلې ځلې همدلته بس نه شوې بلکې د (زن اسلام) په نوم رساله د ښځو او د ښځو په برخه کې د ټولنې د وګړو د ذهنیت د روښانولو په برخه کې په هغه وخت کې ډير مناسب اقدام په توګه یادولی شو. د هغه وخت په لویه جرګه کې حجاب لیرې کول هغه کړنه وه چې د هیواد د مذهبي کړیو له شدید مخالفت سره مخ شوه او بیا وروسته یې د نظام په هکله د عامه ذهنیت په تیاره کولو کې د یوې ښې وسیلې په توګه هم وکارول شوه. ( انجمن حمایت از زنان) یو بل له هغو کارونو څخه و چې میرنو تر بل هر وخت ورته ډيره اړتیا درلوده. د ملکې ثریا دې کړنو نه یوازې چې په هیواد د ننه کې سخت دريځې مذهبي کړۍ وارخطا کړې وې بلکې د هیواد څخه بهر یې هم د خلکو سره دا ویره پیدا کړې وه چې هسې نه د دې ازادي غوښتونکی طبیعت دې د نورو هیوادونو په خاموش اکثریت یعنې ښځو اغیزه وکړي او هغوی به هم د افغانستان له ملکې څخه په الهام اخیستلو پر خپلو موقفو له سره غور وکړي. همدا وو چې کله په کال ۱۳۰۸ کې امان الله او ملکې ثریا ایران ته سفر وکړ نو هلته ملکې حجاب نه و کړی او د ایران د اخوندانو سخت مخالفت یې راوپاروه، هغوی له رضا شاه څخه وغوښتل چې د افغانستان له ملکې وغواړي تر څو د ایران په خاوره کې حجاب مراعات کړي، خو رضا شاه چې د افغانستان د ځوانې ملکې او پادشاه د دموکراتیک چلند تر اغیز لاندې راغلی و له دې کار څخه یې ډه ډه وکړه. د افغانستان بنسټ پالو ډلو دا ازادي ونه شوی زغملی او د یوې منظمې طرحې سره د شاه امان الله خان د اصلاحاتو د پروګرام د بندولو او د هغه د نه بندولو په صورت کې د حکومت د نړولو ته ملا وتړله. جالبه یې لا دا چې د شاه امان الله خان مخالفینو د جوړجاړي لپاره ځينې شرطونه وړاندې کړل چې په هغې کې د ملکې او د هغې د کړنو مخالفت له ورایه ښکاري. د هغو شرطونه څخه یې ځینې دا وو: غازي امان الله خان دې ملکه ثریا طلاقه کړي. د نجونو ټول ښوونځي دې وتړل شي. هغه افغان نجونې چې د زده کړو لپاره بهر ته استول شوې هغه دې راوغوښتل شي. ښځې دې اجباري حجاب ته مجبورې کړای شي او نور… تاریخي شواهد وايي چې د اماني حکومت په سقوط کې د نورو عواملو تر څنګ د ملکې ثریا په اړه انتقادونو هم جوت اغیز درلود. خو ملکې ثریا له دې مخالفتونو سره سره خپلې ستونزمنې مبارزې ته چې ډير جرئت او ذیرکتیا ته ېې اړتیا لرله په کلک عزم دوام ورکړ، په خپل ټول توان سره یې د امان الله خان د اصلاحاتو د پرواګرام ملاتړ وکړ او خپله یې هم په کې تر بل هر چا رغنده او جوته ونډه واخیسته. هغه د یوه کامیاب نارینه تر شا نه بلکې د هغه تر څنګ ودریده او لاس په لاس یې تر پایه ورسره یوه مبارزه او ملاتړې پاتې شوه. تاریخ نقد کوونکي وايي چې د امان الله خان د اصلاحاتو تر نوم لاندې تګ لاره یوه بیړنۍ کړنه وه چې د یوه ځوان پادشاه په توګه یې له احساساتو ډک چلند وکړ او ملکې هم ورسره پوره پوره مرسته وکړه چې اصلاحات دې چټک تر سره شي. خو زه د یوې تاریخ د نقادې په توګه نه بلکې د یوې افغان تاریخ لوستونکې په توګه وایم چې که امان الله خان او میرمنې یې په ګډه دا مبارزه داسې چټکه په مخ نه وی روانه کړې نو د دې امکان ډير و چې د دوی پادشاهۍ به تر ډيره دوام کړی وای خو په افغانستان کې به حالات هماغسې روان و چې روان و… مبارزه به همدې ته وايي چې د تاج او تخت لپاره ډير مصلحتي پاتې نه شو. او هغوی چې وايي هغه د اصلاحاتو لپاره سم وخت نه وو زه ورته وایم چې که هغه وخت کې په تیره بیا د ښځو د تعلیم په برخه کې اصلاحات نه وی تر سره شوي نو ښايي تر اوسه یې هم وخت نه وی رارسیدلی او مناسبت ورته نه وی پیدا شوی. ملکې ثریا مناسب وخت ته نه کتل، ځکه هغه پوهیده چې د بې عدالتۍ د ختمولو لپاره هر وخت مناسب دی. ځکه زه چې تر کومه مطالعه او خبر لرم له هماغه وخت راهیسې تر اوسه چې د ښځو د تعلیم او پرمختګ په اړه کوم اصلاحي ګام اخیستل شوی نو د هماغه وخت په څير ورسره کلک او ستوغ چلند او غبرګون ښودل شوی او نقادانو بیا ویلي: ((دا یې مناسب وخت نه و!))

ارزو

بېرته شاته