سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9651
ټول لیدونکې
1062016

جانګ هن


2017/11/09

مطلب دی جانګ هن نوميږي چي د مرکزي چين د هه نان ولايت د نان يانګ په ولسوالي کي زېږېدلی او په کوشنيوالي يي لا د مطالعې سره ډيره مينه درلوده ، کله چی دی اوولس کلن و ، له خپل ښاره څخه سي ان ښار ته ولاړی . ده دځواني په وخت کي د ستور پيژندنې سره زياته علاقه درلوده او دوه واره يي د خپلي رسمي دنده استعفا وکړه ، ده دري کاله د فلسفې ، رياضياتو او د نجوم په برخه کي څيړنې او مطالعې وکړې او د زياتو معلوماتو په راټولولو سره يي کتابونه وليکل . دوه زره کاله درمخه د چين دهان په سلسله کي د کيهان د جوړښت په باب تيوري ډول ډول وې او په عمده توګه په درو تيوريو ويشل کيدې ، د جانګ هن په نظر أسمان د هګۍ او مځکه د هګۍ د ژړ په رکم ده ، أسمان تر مځکې لوي او په اوبو کي اوبازي کوي چي دغه تيوري په وخت کي ډيره مشهوره وه . برسيره پردې د أسمان او مځکې د سرچينې او بدلون په باب د جانګ هن جواب هم له دياليکتيکي مفکورې سره مطابقت لري . جانګ هن نه يوازي د تيوري څيړنې ته ډير اهميت ورکړ ، بلکې په خپله يي هم د ستورو د موقعيت او د زلزلې د مشخصولو دستګاه وې ډيزاين کړې چي د زلزلې د مشخصولو دستګاه په نړۍ کي لومړي دستګاه وه . په يو سلو اته ديرشم کال کي جانګ هن په بريالي توګه د چين په شمال لويديځ ولايت کي يوه زلزله مشخصه کړه . جانګ هن نورې زياتې نجومي پديدې هم تحليل کړې او دده د احصايي لمخې د چين په مرکزي سيمه کي تقريبأ دوه زره پنځه سوه ستوري ليدلی سوې ، دغه راز ده اساسا د خسوف علت پيدا کی او د لمر او سپوږمۍ تر منځ د زاويې قطر چي دده لخوا مشخص سوی ، هم ډير دقيق دی , دده په نظر لمر په سهار ، ماښام او غرمه کي يو رکم دی ، که څه هم دده په نظر سهار او ماښام لمر تر غرمې لوي دی ، خو په اصل کي يو رکم لوي دی ، يوازي يو ډول روښنايي رول لری, سره له دې چه دده تشريحات بشپړه نه دې ، مګر تر يوې اندازې پوري دلايل لري . جانګ هن يوازي يو ستوري پيژندونکي نه ؤ ، بلکې يو مشهور اديب هم ؤ، ددې څخه ورهاخوا دده د نقاشي فن هم ډير ښه ؤ او د وخت د شپږو لويو انځورګرانو څخه شميرل کيدی . د تاريخي اسنادو لمخې د جانګ هن لخوا ليکل ش سوي اثار دوديرشو ته رسيږي چه په هغو کي ستورو ته د سفر په باب يو علمي او خيالي داستان هم شامل دی.

صيف لودين

بېرته شاته