سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9651
ټول لیدونکې
1061970

لوی افغانستان مې د ژوند


2017/14/09

حسیبه اټکپاله د معاون محمد یعقوب لور ده، له نن څخه شل کاله وړاندې د لوی افغانستان په محکومه خاوره پېښور کې نړۍ ته سترګې غړولي دي له هغه ځای څخه ایران ته مهاجر شوې، لومړنۍ زده کړې یې په ایران کې کړي له هغه وروسته خپل هېواد ګران افغانستان ته راغلې او د کابل ۵۰۰ فامیلو کې یې منځنۍ زده کړې پای ته رسولي. سږ یې کانکور په ازموینه کې یې هم برخه اخستې، چې پایله یې لا نه ده معلومه. شمشاد نړیوال ټلویزون سره په خبري څانګه کې دنده پرمخ وړي لوی افغانستان یې د ژوند تر ټولو ستر هدف دی. اغلې اټکپاله د یوه ستر هدف لرونکې پېغله ده، د لوی افغانستان فکر ورته په لومړي ځل خپلې مور ورکړی. اغلې حسیبه په دې هکله لوی افغانستان ته داسې وویل: (زه به په غالب ګمان د ۷ کلونو وم، چې مور به مې تر اټکه د افغانستان خبره کوله هغه وخت راباندې د اټک نوم ډېر خوږ لګېده، مور مې راته وویل حسیبې بچۍ تر اټکه زموږ وطن دی، خو اوس پاکستان دغه خاوره تر خپلې ولکې لاندې به ظالمانه توګه راوستې ده له همغه وخت څخه مې د پاکستان له نامه څخه کرکه په زړه کې پیدا شوه، که څه هم دغه وخت موږ په ایران کې و، خو د لوی افغانستان مینه مې ورځ تر بلې په زړه کې په څپو وه. د لوی افغانستان په اړه مې له مور څخه ډېرې پوښتنې کولې د اټک نوم راباندې ډېر خوږ لګیده او پرېکړه مې وکړه، چې زه به خپل تخلص هم اټکپاله غوره کوم). اغلې اټکپاله په دې اند ده، چې د لوی افغانستان رامنځ ته کېدو څخه پرته په هېواد کې د سولې راتګ هېڅ امکان نه لري او نه موږ ستراتیژیک پرمختګ کولای شو، ځکه چې زموږ نیم وجود هاخوا دی کله چې وجود په منځ نیم وي د خپل درد له لاسه هم د بل څه په اړه فکر نشي کولی. له امو تر اباسینه د لوی افغان یو کېدل او لوی افغانستان رامنځته کېدل نه یوازې د لراو بر افغان لپاره، بلکې د سيمې لپاره یوه ستره اړتیا ده. پاکستان لر او بر پښتانه په ټوله نړۍ کې ترهګر معرفي کړي دي او پښتنې سیمې یې د جګړې په ډګر بدلې کړي، پاکستان هېواد نه دی، پاکستان د ترهګرو یوه ستره پروژه ده، دې پروژې زموږ خاوره د جګړې په ډګر بدله کړې ده. پاکستان افغان وژنې ته کار ویلی دی، که افغانستان د پاکستان پر ځای د اسرایلو ګاونډی وی، فکر نه کوم، چې موږ دې داسې وی لکه نن چې یو. اغلې حسیبه اټکپاله د شمشاد ټلویزون کار کوونکې ده، د شمشاد ټلویزوني شبکې په اړه اغلې اټکپاله وايي ( کله چې خپل هېواد ته راستنه شوم، نو د شمشاد ټلویزون نوم او د شمشاد ټلویزون فکر مې خوښ شو زما چې له ژورنالیزم سره ډېره مینه وه، نو له شمشاد ټلویزون پرته مې بل انتخاب نه وه، ځکه چې زه د لوی افغانستان غوښتونکې وم او شمشاد ټلوویزون په دې برخه کې ډېر کارونه کړي. زه چې له کوم احساس سره شمشاد ټلویزون ته راغلم او کومه هيله مې، چې د شمشاد ټلویزون له مشرانو درلوده، تر هغې څو چنده زیاته مرسته یې راسره وکړه، ما له دې وړاندې په رسنیو کې کار نه و کړی زده کړې مې هم په ایران کې کړې وې، نو د شمشاد فکري او د لوی افغانستان داعیانو مشرانو ته زما تخلص (اټکپاله) ډېر په زړه پورې و پر همدې اساس یې زه وروزلم او زه په دې برخه کې لا ډېرو زده کړو ته اړتیا لرم، دا چې د شمشاد ټلویزون ټول ټیم راسره د زړه له کومې مرسته کوي، زه د ټولو منندوی یم او ډېره ترې خوشحاله یم. الله ج دې د شمشاد مشرتابه او ټول کارکوونکي تل خوښ لري، شمشاد د لر او بر افغان سنګر دی او د ټولو ګډ کور دی، الله ج دې دا کور ودان او اباد لري. اغلې اټکپاله وايي: (هغه خلک مې ډېر بدې راځي، چې په لوی افغانستان یقین نه لري او لوی افغانستان خپلول ورته له امکانه لرې ښکاري. زه دې خلکو ته حیرانه یم، چې موږ خو کوم نوې طرحه نه ده ډیزاین کړې موږ خو د خپلې خاورې غوښتنه کوو، کله چې د لوی افغانستان جوړېدل حقیقت و او له موږ څخه په فیزیکي توګه جلا کړای شو، نو د بېرته خپلولو باندې یې دا خلک ولې یقین نه لري؟ چې په رامنځ ته کېدو او جلا کېدو یې امکان درلود او بېرته ترلاسه کول به یې امکان نه لري؟ کله کله مې دغه شان منطق ته تعجب یو سي او بله هغه ډله چې وايي ( تاسې دا کوچنی افغانستان جوړ کړئ بیا د لوی افغانستان غواړئ) نو زه دوی ته وايم که چېرته له لوی څخه پرته کوچنی افغانستان جوړېدلی، نو ولې په مو په دې سلو کالو کې جوړ نشو کړای، سره د دې، چې ټول انرژي او ځواک مو په همدې مصرف کړو، خو لا هم هماغسې وران او وجاړ پروت دی او بل موږ تر اوسه کله د لوی افغانستان په هلکه فیزیکي او عملي اقدام کړی دی؟ دا خلک داسې فکر لري. کله چې وجود په منځ نیم شي، ترهغې چې زخمونه ونه ګنډل شي او بېرته یو وجود، یو روح نشي انسان په ارامه ژوند نشي کولی او نه سالم پاتې کیدای شي، موږ له لوی افغانستان پرته بله چاره نه لرو). اغلې اټکپاله له یو ستر ارمان سره د ژوند په چارو بوخته ده او د لوړو زده کړو وروسته به د لوی افغانستان مبارزه د سیمې په کچه شروع کوي او په دې برخه کې ورته له ستر الله ج څخه له بریا ډک ژوند غواړو. الله ج خپلو هیلو کې بریالۍ لره. د لوی افغانستان په هیله

بېرته شاته