سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9651
ټول لیدونکې
1061998

د ننګرهار نظامي والي د پام وړ!


2017/23/09

د ننګرهار نظامي والي د پام وړ! امنیه قومندان او د ننګرهار سرپرست والي لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي صیب؛ اوس نو وار را رسېدلی چې تاسې هغه سرتېري تقدیر کړئ، چې تېره شپه یې د سره رود ولسوالۍ اړوندو سیمو کې د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار هُجرتي قاتل او دده د ځانګړو کومانډو مسؤل مېرزاګک لس کسان نیولي. په ننګرهار کې د څاروان سرچینې وايي د مسلمیار شخصي ملېشي له افغان سرتېرو سره هغه مهال په جنجال واوښتل، چې د مسلمیار کسانو دوه ټېلر موټرې، چې ورباندې شکونه موجود وو... بار وو، او غوښتل یې پرته له څارنې تېر کړي؛ خو بیداره پولیس توانېدلي، چې سره له وسلو، موټرو او کسانو سره یې امنیه قومندانۍ ته سپارلي. د مسلمیار خپلسرو سره شپږ میله کلاشینکوفونه، یو کریکنوف، یوه پیکا، څلور هایلیکس موټرې، یو فېلډر، یو فلاینکوچ (ډبه) هم نیولي. د څاروان کره څېړنې په ډاګه کوي، چې پر نظامي والي د مسلمیار صیب فشارونه ډېر دي او ښايي دوسیه همدلته وتړي او کسان خوشې کړي، دا نو هغه شک په یقین بدلوي، چې مسلمیار ولې په چارو کې ناکام امنیتي مسؤلین ونازول؛ خو ولس ټول ویده نه دی او په خاورې میین بچي هم لري، که چېرته قومندان د مسلمیار خپلسري پرته له څېړنو ازاد کړي؛ له غبرګونونو سره به مخامخ شي. په سیمه کې د څاروان یوې سرچینې ویلي، چې ټوله کیسه یې په سترګو لیدلې ((ډزې یې په سترګو لیدلي، ځواکونو ته مخامخ د مسلمیار د اوښي لخوا ګواښونه شوي، ځینې کسان د مسلمیار د اوښو له لوري له سیمې ایستل شوي، چې د مسلمیار د خپلسرو سرلاری مېرزاګک هم په تېښته بریالی شوی دی)). دا چې په ټېلرو کې څه بار وو؟ چېرته تلل؟ د څه لپاره ؟ دا پوښتنې باید د مشرانو جرګې مشر مسلمیار ځواب کړي او که نا ځوابه پاتې شي؛ نو بیا به د عامو خلکو هغه خبره کره شي، چې ګنې مسلمیار د ځانمرګو او چاودېدونکو توکو په انتقال کې د نامي زوی دی. څاروان په خپلو سرچینو کار پیل کړی او له دې هم خبر دی، چې قومندان او سکرتر یې د سختو فشارونو له امله خپل ټیلیفونونه بند کړي وو او نورې څېړنې هم روانې دي. باید ددې موضوع په تړاو د ننګرهار نظامي والي او په پچه کامیاب شوی د مشرانو جرګې مشر ولس ته مالومات ورکړي، که نه نو ددې مفسدینو په اړه به ډېر کره اسناد له ولس سره شریک شي؛ دا پېښه تېره شپه نهه بجې او پینځلس دقیقې (۹:۱۵) شوې ده.

څاروان اچکزی

بېرته شاته