سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9651
ټول لیدونکې
1061986

د زړه خبره


2017/22/10

هلک له يوې نجلۍ سره ډېره مينه درلوده چې هغې نجلۍ له يوه سي ډي پلورونکي سره کار کاوه خو په دې نه پوهېده چې هلک ورسره مينه لري. هلک به هره ورځ پلورونځي ته ورته او يواځې له هغې جلۍ سره دخبرو کولو لپاره به يې يوه سي ډی واخسته او ورڅخه روان به شو. وروسته له يوې مياشتې هلک د سي ډی اخستو لپاره يوه اونۍ مسلسل دوکان ته ورنغی ، نجلۍ يې پوښتنې لپاره کورته ورغلله،خوهلته خبره شوه چې هغه اوس ژوندی ندی،دهلک مور نجلۍ دهغه کوټې ته بوتلله. نجلۍ وليدل چې يوه سي ډي هم نده خلاصه شوي ،بلکې ټولې هماغسی په پلاستيکونو او پاکټونوکې بندې دي. نجلۍ په ژړا پیل وکړ او ترهغې يې وژړل چې مړه شوه!! پوهېږئ! نجلۍ ولې دومره وژړل چې ان مړه شوه؟ هغې په دې خاطر وژړل چې هره ورځ به يې هلک ته د مينې ليک وليکه او د سي ډي په پوښ کې به يې ورته اچوه،خوهلک چې يوآځې دنجلۍ دليدواو خبرو لپاره دوکان ته ورته هېڅ سي ډي يې ونه کتله.

ژباړه: رفيع الله روشن

بېرته شاته