سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9651
ټول لیدونکې
1062051

څوک چې له اور سره لوبې کوي ،سوزېدل بايد ومني


2017/22/10

زه هم معمولاً د نورو ساکښو په شان ژوند کوم،د ژوند په تعريف پوهېږم،دا منم چې ژوند هنر نه دی،خوکول يې هنرونه غواړي،په خوله د مينې نوم اخستل ډېر اسانه دی حتی خوله ورسره نه کږېږي خو د مينې پالل دهرچا کار ندی،دوست ويل دومره ساده دی چې شونډې يې په اخستلو هم نه سره ورځي خو د دوست د زړه ساتل دومره ګران دي لکه په خوله چې د اوسپنې توکړې ميده کوې. په هرحال خپلې ورځنۍ چارې له مهالوېش سره سمې تنظيموم،خو هېڅکله مې ژوند په دې خاطر ندی اختیار کړی چې دبل چا ژوند ته ګواښ متوجه کړم او يا هم چاته درد ورکړم،ځکه په دې باور لرم چې که څوک و دردوم نو د هغه خالق به ما هرو مرو ودردوي او دا راته په ثبات هم رسېدلې. تاسې به د خپل ژوند په لمن کې د ډېرو پېښو او اشخاصو شاهدان پاتې شوي یاست چې تاسې ته يې درد درکړی وي، او ډېر کله به مو درد له زغم او حوصلې هم وتی وی ،خو تر ټولو به هغه درد ،دروند او نه تحمل کېدونکی درته تمام شوی وي چې د هغه چا لخوا درکړل شوی وی چې تاسې پرې تر بل هر چا ډېر باور کوئ، اويا يې د خپل ژوند يوه اړينه برخه بولئ. زه هم ستاسې او ددې ټولنې يوه برخه يم، دانه وایم چې زه يوه ټولمنلې او همېشه په ښو سمبال موجود يم،مابه هم چاته درد ورکړی وی، څوک به رانه خفه شوی او ازار شوي وي او داځکه چې زه هم يو انسان یم او له انسان څخه سهوه او اشتباه حتماً کېږي،خو تاسې باور وکړئ کله چې پوهېدلې يم چې کوم شخص مې خفه کړ،يا مې وځوراوه، نو زه تر هغه سل چنده ډېره خفه شوې يم، خپل ضمیر او وجدان ته تر هغه هم ډېره ملامته شوې یم،څومره چې هغه شخص فکر کوي، خو هېڅکله مې ځان لوی او تر نورو غټ ندی ګڼلی، دمقابل لوري پر وړاندې مې په خپله ګناه او اشتباه اعتراف کړی دی. مګر خپله بيا برعکس له مختلفو او ډېرو ځورونکو حالاتو،پېښو،اشخاصو او اجناسو او نادودو سره مخ شوې يم او دومره يې دردولې يم چې آن له ځانه يې بې ځانه کړې يم، دومره يې ژړولې يم چې نور مې په سترګو کې نم ندی پاتې شوی،حتی په شپو شپو مې ژړلي دي او دومره يې مانده او زله کړې يم چې په هېڅ صورت مې نه خپله خپل ځانته اونه هم بل چا قناعت راکړی دی،يعنې دومره بد راسره شوي چې په هیڅ ډول د توجيه وړ ندی او داځکه راته د زغم او حوصلې وړ نده وي چې تل دخپلو او نږدې خلکو لخوا چې زه يې يو وجود او یوبدن بولم ځورول کېږم، دا چې ولې داسې راسره کېږي يو مبهم او مجهول حالت دی او له ډېرو هڅو لاهم په دې نه يم توانېدلې چې خپلې همدې پوښتنې ته ځواب پيدا کړم. خو افسوس او کاش چې داهرڅه اشتباه ترسره کېدای،هم ځه او هم مقابل لوری ښه په دې پوهېږي چې يو قصدي او زشت عمل ترسره کوي خو ورڅخه مخ نه اړوي اونه هم په دې فکر کوي چې دا شخص به رانه خوابدی شي او یابه یې شخصيت ته کومه صدمه ورسېږي. راځئ د موضوع اړوند يو جالب او په حقيقت کې يوتريخ واقعيت درته بیان کړم او هغه دا چې: څه موده وړاندې د ډېر يوه نږدې کس لخوا چې تل مې خپل خوا خوږی باله، دومره سخت او سر ساموونکی ګذار راکړل شوچې په څو شېبو کې مې فکر وکړ نور نو ژوند ختم شو، وجود مې هسې تش کالبوت دی، ما فکر کاوه چې نور نو زه د ننني عصري او پر مختللې ټکنالوجۍ له وجې په هر ځای ،هر کور او هر لاس کې وجود لرم. ما فکر کاوه چې،زما وجود لکه د بيابان د شګو په شان باد پرمخه کړ او ياهم لکه د بزګر په لاس په کرونده کې شيندل شوی تخم راڅخه جوړ شو، نور نو زما مبارزه، او د ژوند په دې سختو او ننګونکو حالاتو کې هر ډول جابرانه ګزارته سينه سپر کول او دهر چا خولې ته برغولی جوړول د يوه ،الجبري عادت چپې ډډې ته صفر کېښودل دي چې هېڅ معنی نه ورکوي او صفر که هر څومره په خپل ځان کې ضرب شي بیا هم صفر وي. له دې شېبې را پديخوا نو نور درسونو، زده کړو، مبارزې،مقابلې، ازموينې،کور،کورنۍ،دوستانو،ژوند او د ژوند کولو هنرونه هرڅه راڅخه واخستل شول. اوله همدې شېبې مې په يوه نوې تګلاره کار پیل کړ او هغه تګلاره او پلان مې انتقام اخستل و،اوس مې نو د زړه په تنور کې د غچ اخستلو ګرمو او خونړیو لمبو طوافونه کول، سره له دې چې ډېرو، دوستانو، کورنۍ او خواخوږو تل راته د حوصلې کولو او زغملو توصیه کوله خو په ماکې نور اصلاً داد واړه اصول د تل لپآره خنثی شوی و او یواځې دغچ په فکرونوکې وم. د ډېر قهر او غضب له امله خو به مې ان کله کله د کفر کليمې له خولې وتلې او آن علمي او اکاډميکو ځایونوته به مې بد رد ويل په هغو کې شته استادانوته به مې کنځلې کولې او هغه د )سټيون مولر ( وينا به مې له ځانسره تکراروله چې ويلی یی دی ) پوهنتونونه مو ډېر ماهر غله فارغوي،ځکه موږ د ارزښتونو د زده کړې زمينه نده برابره کړې او دا هغه څه دی چې ډېر ځوانان يې په لټه کې دي( همدارنګه )شيو کهرا( وايي ) پام مو وي چې له اخلاقي ارزښتونو پرته د ذهن روزل ټولنې ته ګواښ پېښوي( د دوستانو له هر ډول پخلا کولو ،ډاډ راکولو او خوشحاله ساتلو سره سره مې بيا هم يوآځې په همدې فکر کاوه چې څنګه باید له مقابل لوري سره ورته عمل ترسره کړم ،حتی له ځانه يې بايد څو چنده ډېر و دردوم ،ژوند يې بايد ورتريخ کړم او تر دې يې هم لا ډېرخفه ووينم،دانو هغه مهال و چې له ما څخه ددې بد انسان غير انساني کړنو خپل اصول او رسالتونه هېر کړي و او د يوه نامعلوم سرنوشت په ټاکلو يې اخته کړې وم. خو پوهېږئ يوه ورځ مې ناڅاپه له سترګو اوښکې راغلې ،ومې ژړل او د خپل فکر،اند او جوړو کړيو پلانونو برعکس مې يو کار وکړ!! او هغه دا چې هماغه کس چې ماته يې په ژوند کې تر ټولو غټ درد راکړ،او دژوند معنی او مفهوم يې راته بدل کړ،له ما څخه يې په ژوند مړی جوړ کړ، نن د هغه درد له زوره چې خدای ورباندې ايښی و راغی او زما دخونې په دروازه کې په داسې حال کې چې په ځواکمن وجود کې يې دمه نه وه ودرېد او له ماڅخه يې د مرستې غوښتنه وکړه!! هغه شخص نن خپله درملنه او صحت زما په مرسته کې ليده او په ماته غاړه يې په اوښلنو سترګو د خپل وجود د ښه کېدلو او امید رڼا راڅخه وغوښته او ما پرته له دې چې دا وخت د خپل انتقام لپاره زرين چانس و بولم او نن خپل ټول پلانونه چې ډېر وخت مې کار ورباندې کړی و ،اوس يو یو عملي کړم،برعکس مې د نوموړي شخص دروند وجود ته اوږه ورکړه، تر روغتونه مې يوړ او دهغه د صحتمند کېدو لپاره مې له هر راز کوښښ څخه استفاده وکړه او يو ځل بيا مې خپل ضمیر، وجدان،انسانیت،کورنۍ تربیه،شرافت،پښتني غرور او ایمان تر سوال لاندې رانه وست. تر هغې پورې چې ما بېرته دغه کس خپل ځای ته راوست ،زما په زړه کې پرته له همدردۍ نور هېڅ کينه یا د غچ اخستلو احساس پیدا نشو او اوس پوره باوري شوم چې ددې شخص پښېمانتيا به هم اوج ته رسېدلي وي او لرې به نه وي چې دخپل کړي عمل د جبران کېدو لپاره زما مخې ته يوځل بيا راشي او د بخښنې لپاره راته خوله چوله کړي خو زه به ددې بخښنې کولو حق يواځې خپل خدای ته ورکړم او بيا هم وايم چې خدای پوه شه او دی. خو زه ډېر ډېر شکر کوم چې الله جل جلاله خپل بنده ته له بدو رسولو و ژغورلم او په دې هم ډېر شکر کوم چې الله پاک زما حق هم راته راکړ او هغه هم ډېر ژر او پر وخت يې راکړ. زه دا متل بلکل منم چې ځمکه هغه سوزي چې اور پرې بلېږي خو دا واقعيت بايد هېڅکله هېر نشي چې تر ځمکې بيا هغه څوک ډېر سوزېږي چې اور بلوي،دغه شخص که زما په ژوند اور بل کړی و،نو لرې نه وه چې دې ژبغړاندو لمو داهم سوزولې وای. ګناه که هرڅومره کوچنۍ وي بيا يې هم نوم ګناه ده او هماغومره جزا به ورکول کېږي ،غر که وګورو ډېر لوړ ،اوږد او پنډ وي خو بيا هم سره له دومره غټوالي له کوچنيو تيګو او ډبرو جوړ شوی دی،همدارنګه هېڅکله يوې کوچنۍ ښېګڼې ته بايد دکوچنۍ فکر ونشي،ځکه که چېرې څوک له چاسره لږ ښه کوي نو بايد مقابل لوری دا ومني که ددغه شخص تر دې زياته وسه او توان ورسېږي نو تر دې به ډېره مرسته هم ورسره وکړي،نو ښه داده چې له خلکوسره د بدو پرځای ښه وکړو. ژوند کې بايد تل هڅه وشي چې پرمختګ تر لاسه شي خو هېڅوک بايد هڅه ونکړي چې خپل پرمختګ د بل په وروسته پاتې والي او کم راستلوکې ولټوي،تل بايد کوشش وشي چې هڅه مو پر مثبت لوري وي ترڅو يې پايله مثبته تر لاسه شي. پوهانو ښه ويلي چې ژوند د شطرنج د لوبې په مثال دی،که يې ونه کړې خلک وايي چې دی ورباندې نه پوهېږي ،که يې خرابه وکړې بايلونکی درته ويل کېږي خو که ښه او په پوره فکر دې وکړه او ګټونکی شوې نو بيا هرڅوک د ماتې درکولو په هڅه کې کېږي او کوشش کوي چې تر تا په لوړه پوړۍ کې قرار ولري ،نو ژوند بايد له ټولو هنرونو سره مخکې يوړل شي،کنه بې ګودره په اوبوکې ننوتل د غرقيدو سبب کېږي او ياهم چټک سرعت يا ګړندۍ موټر چلونه خپل مرګ ته هرکلی ويل دي.

صايمه فضلي

بېرته شاته