سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9651
ټول لیدونکې
1062003

د کونډې ارمان


2017/22/10

هغه لا په خبرو نه وراغلی،لایې په خپلو پښو د قدم پورته کولو هڅه نه و کړې او لايې د ژوند د لوړو او ژورو خوند هم نه وڅکلی چې د يتيمۍ يوې درنې او سرساموونکې څپېړې يې په مخ خوله ولګوله. اوس نو مور مجبوره شوه چې د زوی د روزلو لپاره هر ډول درانه کارونه وکړي ترڅو خپل ټول ورپورې تړلي اميدونه او ارمانونه پرې پوره کړي،همداسې يې په پرديو کورونو کې کارونه کول تر دې چې کوچنی ياسر دومره شو چې په ښوونځي کې يې شامل کړ،خوهلک هم لکه د مور مجبوريتونه او ارمانونه چې يې ښه درک کړي وي په درسونو کې يې ډېر کوشش کاوه، داسې فکر نه کېده چې کوم کوچنی ماشوم دی بلکی ذهن يې له ډېرو لويانو څخه پياوړی و او همدا لامل شو چې د ټولګي اولنمره هم شو. له ښوونځي په لوړه نمره فارغ شو د یاسر مور به د هغه په لیدو ژوند ته طمه پیدا کیده تر فراغت ورسته یاسر پوهنتون ته لاره پیداکړه خو پوهنتون ویلو ته یې زړه نه ښه کاوه مور به یې ورته ویل: زویه چې زه ترڅو ژوندی یم هر ډول ستړيا ګالم خوپرتا به حتمي پوهنتون لولم او دا ددې لپاره چې زما د ژوند له ارمانونوڅخه يو هم پرتا پوهنتون لوستل دی همغه و چې دمور خبرې يې شاته ونه غورځولې او لوړې زده کړې يې پيل کړې او بالاخره له پوهنتون څخه هم په لوړه نمره فارغ شو د مور یې په ژوندني دا ارمان پوره شو یاسر د فراغت له مراسمو وروسته کور ته را روان شو،ترڅو خپلې مور سره دا لویه خوشحالي ولمانځي او دهغې د ارمان د پوره کېدو زېری ورکړ، ځان سره یې ژړل چې په دومره تنهایی او بیوسی کې یې ځان په لوړو تحصیلاتو سمبال کړ مور یې د راتلو لاره څارله او کور کې یې د خوښۍ جشن نیولی و دغاړی امیل، سپین کالي او تور واسکت خو یې مور لا یوه میاشت مخکې د یاسر د فارغت ورځې په خاطر ګندلي وو. د یاسر د سپرلۍ موتر خپل ښار ته ورسید له موتر څخه پلی شو هاخوا او دیخوا خه یې په غتو غتو خپل ښار ته وکتلی او ځان سره یی وویل خدایه شکر وطن مې لږ جوړ شوی او زمونږ په مرسته به نور هم جوړ شي څو قدمه مخ ته لا نه و تللی چې يوې درنې اولړزونکې چاودنې د خلکو غوښې هواته پورته کړې او حالات يې په يوه شېبه کې په تورتم واړول،بد بختانه چې دمور نازولي او يوه زوی یاسر هم خپل ژوند دلاسه ورکړ او د مور تر ټولو لوی ارمان يې له پوره کېدو سره سم ورژېده. آآه بدبختې مور لاهم د زوی د راتلو لارې څارلې کله به يې ساعت ته کتل او کله لاری ته زړه یې طاقت ونکړ او د کور په دروازه کې د یاسر انتظار ته کیناستله په همدې وخت کې د کلی په پورته سر کې د خلکو ګنه ګونه ولیدل شوه د یاسر مور خوشحاله شوه او له ځایه پورته شوه او ځان سره یې وویل شکر خدایه چې زوی مې راغی مور یې لکه لیونی يبلې پښې امیل په لاس د ګنه ګونی خوا ته ورمنډه کړه او خلکو ته یې وویل : هاخوا شی چې زما بې پلاره او یتیم زوی نن د خپلې کونډې مور ارمانونه پوره کړی ... کله چې یې مور ګنې ګوڼې ته نیږدی شو ګوری چې د خلکو په منځ کې تابوت ویني مور یې بیرته شاته شوه او ځان سره وویل اوبخي اشتباه شوم ما فکر کاوه چې زما زوی راغی! په همدی کې یو هلک د یاسر مور ته په ژړغوني غږ کې وویل هو ستا زوی راغی خو په خپلو پخو نه! د یاسر مور ددی خبری په اوریدو ورخطا شوه او مخ پرتابوت یې منده کړه چی ګوری ګلالی زوی یې به سپینو کالیو کې په وینو سور لمبېدلی پورت و ددی حال په لیدو د یاسر مور خپل عصاب دلاسه ورکړ او لیوني شوه په لاس کې نیولی امیل یې د یاسر غاړه کې واچوه په خندا خندا کې وویل زما زوی فارغ شو اوس نو زه هیڅ ارمان نه لرم .

فيروز قريشي

بېرته شاته