سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9651
ټول لیدونکې
1062040

درازونو صندوقچه


2017/06/11

هغه کې مې دډيرې زمانې قيمتي او پټ شي ايښې وه دژوند هره گړۍ کې مې دهغه څخه دسر په بيه ساتنه کوله چيرته به چې تلم هغه به مې هم له ځانه سره وړله په دی صندقچه کې دشيشي لوښې مينځ کې مې دژوند قيمتي خزانه ساتلې وه ډيرو هڅه وکړه چې دصندقچې مينځ وگوري چې څه به وي په کې خو ما هغې ته غټ قلف اچولې وه دژوند ډيرې سختې را باندی راغلې خو زړه مې ډک او ډاډه وچې لويه هستي راسره ده دشپو تيارو کې دطوفانونو اوبارانونو سره مزلونه هم دا صندوقچه مې دلاسه ختاه نکړه دژوند دميدان په هره لوبه کې رانه ختاه نشوه او زه ورسره لکه کوچيانې مسته پيغله ملا تړلې روانه ومه او تل به مې دا لنډۍ ويلې په سينه يولالی ځايږي زه لونگين او جانان دواړه ځايومه او بيابه مې صندوقچې وښورله دصندوقچې شرنگابه په زړونوکې انگازی کولې اودقفقاز دښاپيريو ښکلابه مې يو په يو دنظره تيره کړه او بيابه مې دمينې صندوقچې ته وکتلې ما به ويل اه خدايه هرڅه واخله خو دصندوقچې مينځ کې شيشه لوښې سلامت وساته ژوند ډير ښکلی وه ځکه چې دښکلا راز مې په صندو قچه کې پټه کړيوه خلکو په ډيره لوړه پيمانه راڅخه هيله وکړ چې داقيمتي لوښې خپل کړي خو زما دانکار ژبه په نه ويلو اموخته شوې وه ځينو به ويل ته به وگورې څنگه يي درڅخه اخلم ما به ويل زه په ځان اعتبار لرم زه ورڅخه ساتنه کوم يوه ورځ سيند غاړی ته لاړم اوهلته مې صندوقچه دخپل زړه په عتبار سيند ته ختاه کړه خودسيند څپو کې ماهيان مې مخې ته راغلل او صندوقچه يي بيرته راته راوړ سيندکې دماهيانولوبو سره اموخته شوې وم کله به چې سيد غاړې ته تلم ماهيان به ماپورې خندل مابه صندوق بيا بيا ختاه کړ يوه ورځ يوه ښکلې ژيړ رنگه ماهې راغله او راته يې وويل داسی فکر مه کوه سيند کې به تل ستاملگرې ماهيان ستا دعتبار صندوقچه به درته بيرته راوړي که دسيند مينځ نه نهنگان خبرشي چې دصنوقچې مينځ کې په شيشي لوښې کې قميتي غمۍ ايښې نو ټول صندوق به تر ستونې تير کړي خو ما کله باور کاوه دورستې ځل لپاره بيادسيند غاړې ته ولاړم دسيند په رڼو اوبومې باور وکړصندوقچه مې پورته کړه اوبيا مې سيندته ختا کړه دسيند مينځ کې شيطان دنهنگ په قواره پيداشوه نهنگ ورورو زماخواته راغی اوراته يي دصندوق داخيستو ايشاره وکړ لاس مې اوږد کړ چې صندوق واخلم خونهنگ ورورو شاته لاړ ماهم پښه دسيندغاړې ابوته دننه کړه اوپه وارختايي مې دصندوق داخيستو هڅه وکړ صندوق زمالاس ته راغی خونهنگ هم نژدی راغی زما او دشيطان ننهگ تر مينځ جگړه شو شيطان مې دمنگلونه دصندوقچې داخيستو هڅه وکړ هغه مې دلاسه وغورزيد صندوقچه خلاصه شوه اوشيشي لوښې ماته شوه او زمادډيری مودې قيمتي غمې دنهنگ خولی ته لاړ او پدی توگه اعتبار مې هغه وخت دانکار ژبه ماته کړه کله چې په شيشي لوښې کې ساتل شوې دډيرو مودوعتباري غمې مې دشيطان په خوله کې وليد....... پای

زرلښته حفيظ بشريار

بېرته شاته