سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9651
ټول لیدونکې
1062007

باچاهي د جهان څه کړې !


2017/17/11

 زه نه یم خبر چي د پښتنو ستر، لیوني او تقریبا ' یوازیني ' فلسفي غني خان بابا ته څه ور پیښه سوه چي د ضیا الحق رنګه دیکتاتور له لاسه په ۱۹۸۰ کي یو داسي ایوارډ قبول کړي چي د هغه ایوارډ اهمیت د ستر غني د شاعري او فکر له مخه هیڅ هم نه وو او بیا د ۸۰ لسیزه هم هغه وختونه وو چي د غني بابا شاعري او فکر د قبولیت یو لوى میدان ګټلۍ وو.  ما ته پرون د غني خان بابا د کلیاتر لوستلو پس دا بیتونه په یاد راغله.....، ربه ما له که دي راکړه باچاهي د کل جهان زه به یې و غورځوم له کوره لکه سوټي په ډیران ! د 'اشتنغر مغرور ملنګ او اې زما وطنه' مست خالق ته پکار وو چي یو داسي ایوارډ یې د سوټي رنګه په ډیران غورځولى واى. د اردو نامتو او مشهور شاعر احمد فراز خاص هم دغه ایوارډ په ۲۰۰۶ بیرته حکومت ته واپس کړ چي نوموړي ته د مشرف په دیکتاتوري حکومت کي ورکړل سوى وو. د احمد فراز په دماغ کي هم هر ماښام د ۷ بجو پس بل رنګه فکر وجود موندى.  ما اوریدلي دي د فراز مطلب ' لوړوالى / بلندي '..... ایا دا صحیح دى؟ په ۱۹۶۴ کي د وجودیت د نظریې ستر مبلغ او نړیوال منل سوي لیکوال ' سارتر ' د نړۍ تر ټولو ستر ایوارډ / انعام 'نوبل انعام' نه کړ قبول او د نوبل ایوارډ د رد کولو پر وخت یې دا الفاظ اوس د تاریخ برخه دي چي 'لیکوال باید ځان له اداراتي سوداګرۍ څخه لیري و ساتي'.....  سارتر به د مرګ پس هم د موجودیت د نظریې یو ځلانده ژوندى ستورى وي. انګریز ډرامه نګار ایلن بینټ هم د برطانیه د ملکي له لاسه د ' سر ' خطاب په دې نه واخیست چي له دې خطاب سره زه ټول ژوند تیرول مناسب نه ګڼم. تهینک یو سر ! غني بابا په خپلو الفاظو بس دا یو مست خواهش لري.....، باچاهي د جهان څه کړې، ولي ځان ته زیاتې غم د حساب تلَل مشکل دي، څه به ډیر کړې څه به کم او هم د دې شعر یو بل بیت داسي دى...، ما له راکړه څو ګلونه، یو نیازبین جانان …

"رحيم خان"

بېرته شاته