سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9651
ټول لیدونکې
1062052

ديوې نالوستې مورکيسه


2017/20/11

 

ديوې نالوستې مورکيسه

زمادژوندثمره ژوند هغه کتاب دی چې بيابيا نه لوستل کيږي
ته چې پيداشوی زماداميدونوغوټۍ وغوړيده اوته چې په ژړاشوې زما زړه څړيکه وکړه
ته چې په خبروراغلی فکرمې کاوه چې ديوکورپه ابادولو ليګاشوم تاچې مسکاکولوزمادنياراته ديوډاډمن راتلونکې ډاډراکاوه

...

اوپدی پوهه شوم چې اوس دژوندکولوپه طريقه پوهيږی کله چې دلمړي ځل دپاره په قدم وهلوپيل وکړباورمې داوه چې ډاډمندراتلونکی به ولرم

اوکله چې ښونځی ته لاړی فکرمې کاوه دمورپه قدراوارزښت به يوه ورځ پوه شی
کله چې دځوانې مرحلې ته ورسيدی دهيلوپرښته مې اسمانوته په الوتوشوه اوکله چې دتعليم هربرې ليک دی راته راوړلکه ګل به غوړيدمه

اوکله چې په کټه راغلی فکرمې کاوه پخپل لاسونودکينولي نيالګی سيورې لاندی به دمه وکړم او کله چې کوژده او واده دی وکړفکر مې کاوه چې دارمان ونه به مې ښه ثمرراوړي اوبياکله چې تازماپه شان دژوندپيداکړفکرمې کاوه دژوندپه اخلاق پوه شوې اوسی اواوس به ترپخوابه مې ډيره نازوې ځکه چې دژوندپه هرپل کې مې درسره پل پورته کاوه اوفکرمې کاوه اوس نوته به مې دکوربرسرکې په توشکه کينوې او وخت به پيداکړی چې زمادژوندټولې کيسې به يوپه يوواورې خوافسوس چې داسی نه شوه

زمادمخ په الوتی بڼه اودوچو شنډوپه راز پوه نه شوی کسيې خولاڅه چې حتی زماساده خبروته دی هم وخت پيدا نکړ چې ورته غوږ ونيسی اوکله چې خوردی په ميلمستياراغله تاته يې وويل ايادمورپه حال خبر يي چې رنگ يې الوتې اوشنډې چاوديدلي ؟

تاپه مسکاورته وويل هومور زړه شوې زه يې ځوانولې نشم باوروکړه ژړا مې ستونی کې مرې شوه اوښکې مې نشوې حصارولې ډيرځل دټولونه پټ پټ ژاړم باوروکړه لاسونوکې مې هغه پخواني زورنشته چې ستاماشوم غلی کړم اوغيږه کې ونيسم بندونه مې خوږي ملا مې درد کوي باور وکړه زه داکټرته ضرورت لرم چې ددرد دارامولو دوا راکړي

ژړامې له تانه پټوم چې خوادی بده نه شي اواوس زه ستاپه کورکې ستادميرمنې مذدور ي کوم ترڅو دباقي ژونداوسيدولپاره ځای ولرم۰
پای

زرلښته حفيظ بشريارزرلښته حفيظ بشريار

بېرته شاته