سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9651
ټول لیدونکې
1062015

دسولې کوترې


2017/04/12

۱۲ کلنه جاپانۍ جینۍ چې ساداکو ساساکي نومیده د دویمې نړیوالې جګړې څخه وروسته نړۍ ته راغله خو دا ماشومه په ناګاساکي باندې د اټومي برید له پاتې شویو راډیواکټیف وړانګو له امله د وینې په سرطان اخته وه ..
په جاپان کې د یوې افسانې او روایت له مخې که چا زر دانې کاغذي مرغۍ جوړې کړې د هغې یوه هیله پوره کیږي ..
ساداکو په داسې حال کې چې په روغتون کې بستر وه د ملګرو په هڅونه او د ورور په مرسته یې د کاغذي مرغیو په جوړولو پیل وکړه 
خو د ۶۴۴ کاغذي مرغیو د جوړولو وروسته یې ساه ورکړه..
په ۱۹۶۵ میلادي کال کې د ساداکو مجسمه جوړه شوه په داسې حال کې چې په لاس کې یې هماغه خپلې جوړې کړي طلایي کاغذي مرغۍ وې د هیروشیما د سولې په پارک کې نندارې ته وړاندې شوه 
ساداکو ساساکي د کاغذي مرغیو په وزرونو لیکلي وو

( زه ستاسو په وزرونو باندې سوله لیکم تر څو په ټوله نړۍ والوزئ  

 

ژباړه اصغر

بېرته شاته