سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9855
ټول لیدونکې
1393948

دمينې په جامه کې غلا


2018/02/01

لکه څنگه چې اوس دکمپيوتر زمانه ده متمدنه تکنالوژي جراهي پلاستيکي اوکمپيوتري غلاگانې کمپوتري مينان اودی ته ورته نوری کيسې 

دقلموالو دنده ده چې ټولنه دخطر نه بچ کړي هغه بار بار راڅخه هيله وکړ چې زما کيسه وليکه او ژمنه مې وکړ ضرور به يي ليکم

دکسې پيل دنيټ په مجازي نړۍ کې دمينې څخه پيل شوه سالار مې دډيرپخوانه پيژندو هغه مذهبي ډوله خوشحال طبه سړی دی کله کله به يي ددوبۍ دسختې گرمې نه سرټکول اوکله کله ماته دخپلو گلاليو ماشومانو تصويرونه هم ليگله 

دکورنۍ کيسوتر څنگ جالبه کيسې هم کولی کله کله به زمادژوند ملگری مونږ پورې خندلی ويل تاسو دواړه وزگار خيل ياست چې دندی نه مې رخصت اوسوم نوهڅه کوم چې خپل کورنۍ ته هوسانه يعنی ښه خواړه پښه کړم دنيټ په مجازي نړۍکې سالار ورک شو 

ما داسی فکرکاوه سالار به افغانستان ته تلی وي خپل ماشومانو پسی خفه شوی و

بله ورځ مې پخلنځي کې وم چې دسالار زنگ راغې دروغبړ نه وروسته مې وويل خير خوبه و ته چيرې وې ويل ورکوه خورې تباشوم په بيړه مې وويل ولی خدای دی خيرکړي

ويل پوره دوه کال مې غريبي کړی و.

دمتمدنی تکنالوژې اودشيطان خونه فيسبوک کې مې پاڼې لوستل ته به وايي چې زمادراتگ وخت ورته بيخي معلوم و

په سلام اوادب کې ترمابه مخکې کيده ډيره مهربانه وه اوماته يي تل دعقيدت پيرزوينې وړاندی کولې مسافري وه زماهم نورڅوک نه وکله به چې دوکان نه خپلې کوټۍ ته ستړی راتلم بس دتليفون بټنونوباندی مې گوتې وهل اوپه فيسبوک کې مې روازانه ليکنې لوستل 

هونن ورته په طمه ومه چې زمادردمنده مسافره خوربه کله راځي لکه چې پوهه شوې وه اوس مې دهغې دراتک لاره سارله

 

نن فيسبوک ته ان لاين شوه خپله ښې پښه يې سرترپايه سپين گاز ټوټۍ سره تړلې وه 

ويل يې يوچادقصته نه زما په پښه موټرتير کړی پښه مې ژوبله ده ماته شوې پيسې نشته چې اپريشن وکړم څوک قرض هم نه راکوي مونږ بيکسه يو 

يوه مې مورده اوبله زه يم پوره شل زره افغانۍ غواړي

زړه مې ودرديده ماويل بس چې غم ونکړې وروردې ژوندی دی ترڅوچې ستاشپه سهاريږي پيسې درته ليگم پوره شل زره مې وليگل

يو څو ورځې نه وه بيا پيدا شوه

ماويل چيرته وې پښه دې څنگه شوه؟

ويل پښه مې اپريشن شو اوس ښه يمه خومور مې بستره ده دزړه حمله پرې راغلې داکټران وايي هغه هم اپريشن ته ضرورت لري بيا مې هم پيې تر لمړي ځل نه هم زياتی وليگله

 انجلې ترپخوا ډيره فيشني شوې اواوس راته وايي زه درباندی مئينه شوې يم ماسره واده وکړه

ماورته دخپل واده اوماشومانو کيسه هم کړی خو وايي چې خيرده ماسره واده وکړه

او پرون يې وويل هندوستان نه کابل ته ځي څه کار يې ده دالوتکی دټکټ لپاره پيسې غواړي نه پوهيږم څنگه وکړم دوه ځلي مې پيسی ورکړي که داورنکړم نوهغه نورې پيسې به هم ورکې شي ځان به رانه پټه کړي اوپيسې به مې راته رانه کړي 

ماته خندا راغله ورته مې وويل پيسې نور مه ورکوه ساده سړيه په جب باندی دې لاس کيده هغه نوری پيسې دی هم لاس ته نه درځي زماخبره رښتياشوه فيسبوکي کيسه بره دفيسبوک په نړۍ کې ورڅخه ورکه شوه اوپه دی توگه فيسبوکي غله دمينې په جامه کې دسالار پيسې يې غلا کړه.

                                   پای

   نوربيا 

زرلښته حفيظ بشريار

بېرته شاته