سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9855
ټول لیدونکې
1413014

افغان معيوبينولپاره دښاغلی اشرف غني څخه هيله؟


2018/02/01

 

زمونږپه ټولنه کې معيوبينوته ولی خاصه پاملرنه نه کيږي؟

 که بهانه جنگ وي دابه ډيروخت ونيسي چې دجنگ لمنه دټول هيوادنه په لږوخت کې ټوله شي

معوبين دټولنۍ ترټولو هوښياراوذهين خلک وي هغه که نروي اوکه ښځه که چيرته دنړۍ په پرمختلي هيوادنوباندی

نظرواچونومعيوبينوته دقدراودرناوې په سترگه کتل کيږي حکومت دمعيوب دژوندپه هره مرحله کې ورته خاصه پاملرنه کوي هغوي چې نيمی تنی يې روغې دی دماشوم توب نه ورته هم نرس اوهم ښونکې ورکول کيږي دنرس دنده دوا ورکول نه دهغې دنده لکه ديوه موراو پلاردنده وي خوراک جامه اوروغتياته يي پاملرنه کوي سره له دی چې همدا معيوب انسان موراوپلار هم لري خوبياهم روغتياپاله اومیلمه پاله ډحکومت لخوانه ورته ورکول کيږي دا ځکه چې مور اوپلار يي وکولی شي په ارامه فضاکې ژوند وکړي اوروحي فشار سره مخ نه شي

همداسې ځوانانواوتر هغه پورته مشرانوته هم خاصه پاملرنه کيږي لوړه تنخوااوډير نور سهولتونه ورته ورکول کيږي

 

معيوبين ترماستري پوری تعليم کوي که وغواړي په دفترونوکې کارهم کوي معيوب ته ترټولو اول دهغه دخوښی دنده ورکول کيږي دضرورت په وخت کې حتی روغتياپاله ورسره په وړولو اوراوړلوکې مرسته کوي

 خو زما -په هيوادکې په اذلي معيوبين خولاڅه چې دجنگ نه پاتی معيوبينوته هيڅ توجونه کيږي عامه پوهاوی په TVاوراډيوگانوکې خولا څه چې حتی په کورونوکې ماشومانوته داښونه اوروزنه نه ورکول کيږي چې معيوب ته که هغه ښځه وي که نارينه دهغه دظاهري کمزورتياپه سترگه ونه کتل شي معيوب ته بايددانسان په سترگه وکتل شي

 

په هره ټولنه کې معيوبين ذهين ،حساس اولايق خلک پيژندل شوي دي چې په هرڅه دقيق فکرکوي که کوم څوک په دغو خلکو زړه سوی نه لري نوديوه ورځ لپاره دی ددوې په ظاهري ستونزوباندی فکراوهماغسی ژوند دې وکړي

 

راځئ دهغه معيوب انسان په قالب کې ځان واچودجنگ يوړونداوياددواړو پښو شل معيوب سره ځان پرتله کړوديوی ورځې لپاره خپل دوه پښې اويادوه سترگې وتړو په يوه ويیل چير يادمعيوبينوپه چوکۍ کينواوهغه حالت حس کړو چې دامعيوب څوځلي وږی کيږي څوځلي تشناب ته يي ضرورت پيښيږي اوڅومره نور روحي فشارونوسره مخ کيږي زماپه ټولنه کې دجنگ نه ډيرقربانيان پاتی دي په زرهاو خبرې دکور لخوانه اوري ورته ويل کيږي تر دی ژونده دی مرگ ښه دی

ايارښتياهم مرگ ورته ښه دی؟

 

زه هغو روغو انسانانوته داويل غواړم په دی مه مغروره کيږئ چې په صورت روغ ياست دژوند په هره مرحله کې په انسانانو باندی هرحالت راتلی شي انسانان دموټر په تکرکې زلزلوکې سيلابونوکې جنگونوکې تل معيوبيږي خپل ماشومانوته داروزنه ورکړئ چې ړندوسره داسی لوبې مه کوئ چې هغه په کنده کې وغورځي اوگوډ انسان په تيگه ووهئ

چارواکوڅخه هيله کوم دجنگ نه پاتي معيوبينوته دتعليم ،کاراودژوندکولوشرايط مساعد کړئ ماته دی څوک نه وايي چې زمونږ په هيوادکې جنگ دی ناشونې دی دا هرڅه کيږي خوکه په ټولنه کې احساس دمسوليت وي

معيوبينو څخه هيله کوم مه مايوسه کيږئ دامريکادريس جمهورانو تاريخ چې ولولئ يو ريس جمهور يي کاملا گوډوهغه هم معيوب و 

تاسوهرموقف ته ځان کانديده ولی شئ دريس جمهوراويابل کس انتخاب اورائيه ورکولوکې حتی له تاسونه يوکس هم لوړ بدلون راوستې شي

دروغوپيغلو اوځوانانونه هيله کوم چې دمعيوب انسان سره دهغه اوهغې شتمني لپاره واده مه کوئ دخپل زړه احساساتوته غوږ شئ که پوهيږئ چې معيوبه انجلې اويامعيوب انسان مونه خوښيږي دهغو په احساساتوباندی دواده دامتيازاتو لپاره لوبې مه کوئ اوپريږدئ چې زړه سوې اورحم دله انسانان ورسره ملگری شي اودژوندکولوڅخه لذت واخلي

 

او په اخرکې دهيوادټولورسنيوڅخه هيله کوم دمعيوبينوله پاره ځانگړي پروگرامونه پيل کړئ اودمرستې صندوق ورته پرانيزئ دخلکو په مالي مرستو ورته کاروبار زده کړئ اودنده ورته ورکړئ

زرلښته حفيظ بشريار

بېرته شاته