سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9871
ټول لیدونکې
1426894

لويي مه راکوه


2018/02/01

 

زما مينه ښايسته ده زه دسترکائينات دخدای سره مينه لرمه زما زړه دنړۍ دښايستونوښکلې ګلبڼ ده دغه بڼ کې دجنت دښکلا څيرې اودايمان پرښتې پاچاهي کوي مونږ دمينې په ګلبڼ کې دهغوخوږونغموپسي ګرځوچې ماته دزړه دونيانورهم ښايسته کوي 

زمامينه ډيره ښايسته ده ځکه چې کرکه نه پيژني او له دومخې نه توبه اوباسي زما دژوند ديواځيتوب ملګري هغه ګلان دي چې دخدای دجنت نه په رنګارنګ مخونوکې دمحبت مسکاپه ورين تندۍ انسانانوته دخنداطريقه ښايي

ماته زماماشومتوب يادوي هغه معصومه زمانه چې 

لادګناه کولوچل مې نه وزده اواورته به مې هم دمينې لاس وړ

اه لويه خدايه لوی مې کړه خولويي مه راکوه ٠

 

 

زرلښته حفيظ

بېرته شاته