سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9871
ټول لیدونکې
1426902

غــــــــزل


2018/04/01


ته که پر شمشاد زه پر خیبر باندې ولاړه یم

شکر دی تر اوسه دې پرسر باندې ولاړه یم

 

کړمه په غزل کې د کابل او پېښور ذکر

کړمه ترنم پر ماهیپر باندې ولاړه یم

 

پېغلو منګی هلته پر بمبې باندې ډک کړی دی

زه لېونۍ دلته پر ګودر باندې ولاړه یم

 

زمونږ د مسجد ملا ویریږی رښتیا نه وایی
ځکه نن پخپله پر منبر باندې ولاړه یم

 

حـــــيا!یم هم پښتوپالم هم خدای ته عبادت کوم
لمونځ کومه ګوره پر څادر باندې ولاړه یم

ملالی حيا

بېرته شاته