سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9855
ټول لیدونکې
1413027

ژونده


2018/12/03

 

  ژونده ستاتيارو سره بلده يم  ستا دسپوږمې شپو سره کيسې لرم  ستا داسمان ستوري مې ملگري دي  ژونده طوفانوسره بلده يم  ستادسيلابوسره بلده يم ستادپسرلوسره بلده يم ستاگل خامکوسره مې مينه ده  ژوند دکوچيانوسره بلده يم   غروکې هوسۍ سترگې خوښومه ډير هرچيرې چې وينم نازه ومې ډير ستاښکلي په زړونوپاهي کوي  ځکه يي په مينه يادومه يي ډير    اوس دپردسۍژوندکې مې مه ازمايه ځکه چې سلگو سره بلده يم  ژونددشوگيرو سره بلده يم مات مات زړه به ټوله کړم کشوير به شي زه دهجرشپوسره بلده يم   بيا زه پسرلوته انتظاريمه    بيابه گلابونوسره وخاندم  بيابه ښاپيروغوندی وزرونه کړم  ځم دقاف په غرونوبه نڅاکوم بيادپتنگانودښکلا په نوم تاته به نغمې دسوکالي راوړم امن ته به مينه خوشحالي راوړم ژونده ستاشينکي اسمان لمنې ته څوسپينې کوترې دښادي راوړم   ستادگلدروسره به وخاندم ستادنياته بل رنگ ازادي راوړم  مينه دجانان چې مې ليموکې وي ژونده تاته هاغسی هستي راوړم ژونده نورته څه غواړی مينه غواړی زړه غواړی    ستاوړه بلبله يم ووايه نورڅه غواړی   ووايه نورڅه غواړی 

زرلښته حفيظ بشريار

بېرته شاته