سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9782
ټول لیدونکې
1281184

ټوکه


2018/12/03

 

یوه ورځ نصرالدین خپل خر له ځان سره بام ته په ډیر تکلیف چل او هنر سره وخیژاوه خو کله یی چه وغوښتل خر له بامه راکښته کړي نو خره لغتي او زورونه شروع کړل.
نصرالدین ستړی شو او له بام نه راکښته شو او خر یی په بام پریښود. خره د کور په بام لغتي او ټوپونه وهل یو خوا بل خوا يې منډي شروع کړې او په منډو او درب دروب یی بام ړنګ کړ. خر لاندي را وغورزیدو مړ سو او د کور بام یی هم ړنګ کړو.
نصرالدین له ځان سره په یاداشت کتابچه کی ولیکل چه هر څوک چه خر ته لوړ مقام ورکوي یا یی لوړ مقام ته خیژوي دهغه کور به اخر ورانیږي

 

جنت ګل عطاش

بېرته شاته