سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9920
ټول لیدونکې
1496668
|
ک. ج.ب. درافغانستان2018/12/02
ک. ج.ب. درافغانستان د یوه ۳۰۶ مخیزکتاب نوم دی چی دکی جی بی دارشیف د یوه مسول کارکونکی واسیلی میتروخین لخوا دافغانستان اړوند د کی جی بی دمحرمو اسناو درسواکولو په نتجه کی لیکل سوی دی. دا محرم اسناد نه یوازی دکی جی بی داجنټانو راپورونه دی بل کی دشوروی چارواکو او رهبری فیصلی هم ورسره دی.ددی کتاب په اړه می په سیاسی بحثونو کی ډیر ځله دبحث کونکو لخوا اوریدلی وه مګر اوس چی می ولوست خپله په دی باورسوم چی هغه لوستونکی چی په ګران افغانستان کی دکی جی بی دکړنو او پر افغانستان باندی دشوروی دیرغل په هکله دمعلوماتو سره علاقه لری نو پر لوستلو به یی پښیمانه نسی. کتاب دمحترم احمد ضیا رهګذر په زحمت له انګلیسی څخه ودری ژبی ته ترجمعه سوی دی چی پخپل نوبت ورته کورودانی وایم. ښاغلی رهګذر لیکی چی څرنګه چی دا یی دترجمانی لومړی تلاښ دی نو نیمګړ تیاوی به خامخا ولری. په کتاب کی کله کله دا سلسله ورکه سی چی دا دمیتروخین تحلیل او نظر دی او که دکی جی بی اسناد. دکتاب منځ پانګه بلخصوص تر دوهم نړیوال جنګ وروسته په افغانستان کی د کی جی بی دجاسوسی شبکو او مخبیرینو فعالیتونه دی. دکی جی بی داسنادو دغه برخه چی په همدی اثر کی راټوله سوی ده په کل کی دافغانستان دخلق دیموکراتیک ګوند او ددی کوند دمشرتابه او فعالینو په هکله اسناد دی. ددی اسنادو غوښنه برخه دافغانستان دخلق دیموکراتیک ګوند په دننه کی دفرکسیونی فعالیتو او مخکښه فرکسیون بازانو دکړنو په هکله ده. دخلق او پرچم د اختلافاتو نه نیولی دمرحومینو نورمحمد تره کی، حفیظ الله امین او ببرک کامل تر کړنوپوری. داسنادو څخه څرګندیږی چی ددی او نورو اشخاصو کړنی څومره او څنګه دافغانستان دخلق دیموکرتیک ګوند دناکامی سبب سوی. په کتاب کی به ولولی چی کی جی بی ددی ګوند په ټولو کړنو کی دخیله وه. داسنادو څخه په ډیرو جزئیاتو سره دخلق او پر چم پراختلافاتو سربیره د نورمحمد تره کی، ببرک کارمل، او نورو خلقی او پرچمی رهبرانو شخصی اختلافات دورایه ښکاری. د مرحوم نورمحمد تره کی او مرحوم حفیظ الله امین ترمنځ په دښمنی کی د کی جی بی دریزیدنسی، او افراتفی محمدانور نايبی |