سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9871
ټول لیدونکې
1426921

د پښتنو د پاڅون مشر منظور پښتين څوک دی؟


2018/16/03

 

د منظور پښتین لنډه پېژندګلوی:

د پښتنو د پاڅون مشر منظور پښتين!
منظور پښتين په کال ١٩٩٢ کې د سويلي وزيرستان په يو وړوکي کلي مولا خان سرای کې زېږېدلی. پلار عبدلودود محسود يې د کلي په سکول کې استاد دی او ځکه منظور پښتين خپلې لومړۍ زدکړې هم د کلي د سکول نه پيل کړي. د تعليم مزل يې د گومل پوهنتون ډيره اسماعيل خان نه د ډي وي آيم يا د څارو د ډاکټر د سند په اخستلو پاې ته ورسيد.

ښاغلی پښتين د جنورۍ تر اخره يو گمنام ځوان و اوچا هم نه پيژنده خو چې کله يې د فرورۍ په لومړۍ ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان د پوځ د روي په ضد احتجاجي پرلت ووهلو نو د پښتنو په کور کور، کلي کلي او په نړۍ کې خورو پښتنو وپيژند. د څيړنکارو په وينا د منظور پښتين نوم د پاکستان په نورو ښارونو کې دومره شهرت ځکه ونه موند چې د اردو ژبې ميډيا ته پاکستاني چارواکو پټ احکامات ورکړي وو چې د پښتنو د پاڅون په اړه دې د خلکو ډيره توجه نه راگرځوي.

جنوبي وزیرستان سره د نورو قبایلي سیمو د افغانستان سره په پوله پروت دی
ښاغلی پښتين د شمن خيل مسيد قبيلې د يوې غريبې کورنۍ دی. وړوکوالی يې په خپلو روايتي پښتنو کې تير شوی او ډير تنکی ځوان و چې په کال ٢٠٠٩ کې د پاکستان د پوځي عملياتو په ترڅ کې سره د کورنۍ د خپلې سيمې نه کډوال کړی شو. د کډوالۍ ژوند يې په ډيره اسماعيل خان کې تير کړو.

منظور پښتين څلور وروڼه او درې خويندې لري چې دې په کې د ټولو مشر دی. تير کال يې واده کړی. د کډوالۍ د سختو ورځو په اړه واي خپل وطن پرېښودل ورته ډير گران کار و. واي پلار يې د کډوالۍ په وخت په ده پاسلونه کړې وه چې که هر څنگه وي د هغه کتابونه دې خوندي کړي. خو په افسوس سره واي چې کله واپس کلي ته لاړو نو نه يې د کور ودانی پاتې و او نه کتابونه. منظور پښتين واي پلار يې په کور پسې دومره نه و خفه خو په کتابونو پسې يې وژړل.
منظور پښتين واي د کتابونو لوستل ورته د پلار نه لکه د ميراث پاتې دي. ښاغلې پښتين د عدم تشدد علمبردار باچا خان، د روښانيانو د تحريک مشر بايزيد روښان چې په پير روښان هم شهرت لري او د پښتنو د تاريخ او ادب لوې ننگيال خوشحال خان خټک خپل لارښود مني. د گومل پوهنتون په دوره کې منظور پښتين د ټرايبل سټوډنټس ارگنايزيشن مشر هم پاتې شوی او د دنيا د ډيرو انقلابونو او انقلابيانو په اړه يې لوست کړی دی.

د منظور پښتين په وينا د اسلام اباد په پرلت کې ورته د ټولو نه گران او بوگنونکي وختونه هغه وو چې کله حکومتي ملکانو د حکومت سره دا ومنل چې زمونږ غوښتنې پوره شوې او نور به احتجاج ختموو. او واي خلکو له يې ډاډ په دې ورکولو چې که ستاسو نه هر څه هم څوک يوسي خو ستاسو زغم او حوصله ستاسو تر ټولو لوي قوت دی او په دې يې ډاډ پيدا شو چې گډونوالو د منظور پښتين د خبرې ملاتړ اعلان کړو.

که هر څو هم په معاشي لحاظ کمزوری دی خو حوصله يې ډيره قوي ده. په تش جيب په خپلو پښو د پښتنو کلو بانډو ته تلی او خپل پيغام يې رسولی. ښاغلي پښتين خپل لومړی تنظيم د محسود تحفظ تحريک په نوم په کال ٢٠١٣ کې جوړ کړو او چې کله په دې وپوهېدو چې خپله کورنۍ او قبيله يې په شا ودريدل نو د تنظيم نوم يې د محسود نه د پښتون تحفظ تحريک ته بدل کړو.

د اسلام اباد پرلت ته د منظور پښتين لومړۍ وينا دا وه چې کومې غوښتنې يې راوړي اول يې ورته د پاکستان ايين او قانون ښه مطالعه کړې او داسې نه ده چې په پټو سترگو راغلی دی.

د ماينونو د صفا کولو په اړه واي دې مسلې ته يې پوره توجه هله وگرځيده کله چې خبر شو د سکول د استاد يې دواړه پښې د ماين په چاودنه کې الوتې دي. د ماينونو د ښکار شوو خلکو مرسته يې له اوله کوله چې هم يې ورته مالي مرستې ټولولې او هم يې ورته د وينې بندوبست کولو خو دې پېښې يې د ماينونو په اړه نظر بدل کړو. واي استاد له يې نه دی تلی او نه د تلو زغم لري ځکه څنگه به هغه استاد وويني چې دی يې تر دې ځايه رارسولی او هغه به ورته ستړي مه شي ته پاڅيدلی نه شي.

په اسلام کې د پښتون لانگ مارچ یو منظر
نن سبا د مور په غوښتنه خپل کلي ته تلی دی او لکه د ده د نورو خواخوږو په شان منظور پښتين پخپله هم د خپل ژوند په اړه انديښمن دی. په خوي ډير عاجز دی او نزدې ملگري يې واي منظور پښتين ډير شريف او ذهين ځوان دی. په خپل مقصد ډير مين او په خپل دريز کلک ولاړ دی.

منظور د خپل ناچاپه کتاب په اړه هم ډير انديښمن دی او واي د وزيرستان په حالاتو دغه ١۴٠٠ پاڼې کتاب به پښتانه او بشر خوښي خلک دير خپه کړي چې دوي دا ولولي د وزيرستان په خلکو څه تير شول.

د وزيرستان د خلکو شتمنۍ له منځه لاړې او د ډرون نه واخله د جنگي جهازونو په بمبارو کې په وزيرستان څه ونه شول. د طالبانو په اصليت او ظلمونو يې هم رڼا اچولی ده. واي انديښمن دی که په پښتو ژبه ليکلی کتاب يې چاپ شي دا به د خلکو قهرجن غبرگون رامنځ ته کړي.

د اسلام اباد د پرلت يا احتجاج په اړه واي دا يې د ژوند لويه کاميابي ده او نيت لري يو کتاب په دې هم وليکي چې په پرلت کې يې څه وليدل، څه پرې تير شول، کله زړه ماتی شو او څنگه يې خپل زغم ماتېدو ته پرېښودی نه دی. د وزيرستان په ښځو او ماشومانو څه تير شول او څنگه يې د رواياتو سره لوبې وشوې. منظور پښتين دا هر څه قلم ته د سپارلو نيت لري.

ومړۍ تبصره
د پښتون غورځنگ سرخيل منظور پښتين يوه ډيره عجيبه خبره کړې ده. وايي په رياست پسې ننواتې له اسلام اباد ته ورغلي دي.

په پښتنو رواياتو کې ننواتې هميشه هغه څوک کوي چې د چا سره يې بد کړي وي او بيا په خپلو بدو ستومانه وي او د بخښنې غوښتلو په نيت د چا کور ته ورځي.

منظور پښتين خو د ظلم ښکار دی. د نقيب الله مسيد وژنې دې ته اړ باسه چې که هر څه ورپيښيږي خو د رياست په ضد خپل احتجاج کوي. پخپله د جنوبي وزيرستان دی او په پښتني رواياتو پوره پوهه دی نو ولې يې دا کليمه وکاروله چې په رياست.

پسې په ننواتې ورغلی؟

ننواتې په پښتنو رواياتو کې خپل ارزښت لري او ډير کم به داسې شوي وي چې د چا ننواتی نه وي منل شوی. خو په دغه رواياتو فقط پښتانه پوهېږي او پښتين د غير پښتنو نه دغه غوښتنه کړې ده نو ايا امکان شته چې د ننواتې په معنا څوک پوهه شي او بيا دا چې ننواتې به يې ومنل شي؟

د ننواتي څو قسمونه دي. کله کله د خويندو لوڼو په ورکړه راکړه، د دښمنیو پاې ته رسولو او د نورو لویو وړو بدو هواري لپاره ننواتې کېږي.

خو د پښتنو ټولنه کې دا هم شوي دي چې کمزوری او مظلوم د چا زور زياتي دې حد ته رسولی وي چې د زور وس يې نه لري نو د مجبورۍ نه هم په زورور ننواتې اوکړي او دا د بې وسۍ حد وي. داسې ننواتې نه منل تر عمره عمره په دښمنۍ هم بدليږي. د روایت له مخه کمزوری کډه وکړي او شړونکی شي.

داسې نه ده چې منظور پښتين زورور دی. داسې نه ده چې پښتين پړ دی. او داسې هم نه ده چې منظور پښتين ظالم دی.

خو دا ورته معلومه ده چې رياست ورسره د ملک د جوړيدو نه واخله تر ننه پورې مسلسل د جبر او ظلم نه کار اخستې دی. دغه جبر د پاکستان د جوړيدو نه وړاندې انگريز کولو او د ايف سي ار د تور قانون د لاندې يې پښتانه قبايل لکه د گډو بيززو د رمو ساتلي وو.

نن هم څه بدل شوي نه دي البته د قبایلي سیمو اولسي مشران وايي نن د ظلم کچه سېوا شوې ده. او د تيرو ١٥ کالو په دې تور تم کې خو د پښتنو د بچو ژوند لکه په اور کې تېر شو. د سیمې نه رپورټونه او عکسونه ښايي چې کورونه يې وران دي، د خپلو کورونو او سيمو نه د پاکستان پوځ د ترهگرۍ په ضد پيل شوي پوځي عملياتو په ترڅ کې د هېواد نورو سيمو ته کډوال کړي دي.

د پښتين بې وسۍ دغه ځلمی تر دې حده رسولی چې که مظلوم هم دی خو د رياست د زور توان نه لري. نو د منظور پښتين ننواتې په مثال د هغې ټپې ده چې 
"بيلتونه کور دې راته ښايه، 
د زور دې نه يم ننواتې به درځمه."

 

سيلاب مسيد

بېرته شاته