سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9871
ټول لیدونکې
1426922

غزل


2018/15/02

 

زما د زړه زما د صبر امتحان اخلی
دا چې نامه زما په مخکښې د جانان اخلی

 

زما د سپینو رڼو اوښکو څه قیمت نیشته
دا در ګوهر رانه غم ولې ډیر ارزان اخلی

 

غریبانان په فکر سر شی د کچه کورونو
مالداره خلق تل خوندونه د باران اخلی

 

وخت او حالاتو راته داسې ژوند اور کړې دې
خپو لاندې زمکه او د سر نه مې اسمان اخلی

 

د پلار به دې نه بله زیاته مجبوری څه وی
د زوي علاج له د لور پوزې نه پیزوان اخلی

 

خپل ارمانونه ادیرې ته د یادونو وړمه
وخت د اوږو نه جنازه می د ارمان اخلی

 

ما خو خبره ښه پوره په زور او زیر اوکړه
حیاؔ نه ولې خلق بیا دغه بیان اخلی

 

دپښتونخوا دغزلبولې شاعرې حیا ګل حیاؔ

بېرته شاته