سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9855
ټول لیدونکې
1391975

د والنټین ډې(د عاشقانو ورځ) په اسلام اوعیسائیت کي


2018/16/02

د والنټین ډې(د عاشقانو ورځ) په اسلام اوعیسائیت کي
شافیه محمود - فرانسه
دلته په اروپا کي د فبروري ۱۴ ورځ د والنټين ورځ ده، چي دوی ورته د عاشقانو ورځ هم وايي، لومړی ددې ورځي لمانځل څه حکم لري؟ دوهم داچي که ددې ورځي په هکله یو څه معلومات راکړئ چي دا ورځ څنګه پیل شوه ډېره مهرباني به مو وي.
ځواب:عبدالغفار جُبیر
هر کال د فبرورې د میاشتې (۱۴) نېټه د والنټېن د ورځې(Volentine Day) په نامه سره په نړۍ کي لمانځل کيږي؛ دا ورځ په ځانګړي ډول سره په اروپا او امریکا کي په زیات جوش، احساساتو او ځانګړو مراسمو سره لمانځل کيږي؛ چي ددې ورځې ټولې تحفې د زړۀ په بڼه سره یو له بل سره استول کيږي په دې ورځ کي ددوی په آند، فکر او عقېدې به عاشق و معشوق ته او معشوق به و عاشق ته سوغاتونه استوي او یا هم نوی عشق سره پیل کيږي که چيرې ددې ورځې و تاريخ ته ولاړ شو نو دا ورځ داسي یو سمبول هم نه لري چي و دي لمانځل شي او نه داسي کار پکښې شوېدئ چي سړی دي خوښې پکښې ښکاره کړي، بلکي پکار خو داده چي په دې ورځ باندي ماتم وسي۔
ددې ورځې لمانځل د څه مهاله پیل سوه؟
ددې ورځې په هکله ډېرې کېسې ، روایتونه او تعبېرونه وینو خو تر ټولو رېښتنی حقیقت چي اکثره تارېخونه هم ورباندي متفق دي هغه داسي ده:
(Saint Volentine) سېنټ والنټېن چي په اصل کي دی (سېنټ) عیسایي زاهد نه وو او مشهور په دې نامه سره وو، او دی په اصل کي په روم کي د یوې کلیسا مشر وو چي دده رتبه د (Priest) وه، یعني د کلیسا متصرف وو؛ والنټېن په روم کي د (Claudius the Evil) کلاډېوس د اېول، پاشاه پر مهال د کلیسا مشر وو، لکه څرنګه چي( پاشاه کلاډېوس د اېول) په جنګ اخته وو، نو و زیات ځواک ته ئې اړتیا وه او پاشاه غوښتل چي برلاسه سي او جنګ و ګټي، خو د پاشاه یوه ستونځه داوه چي ده د لومړي ځل لپاره په فوځ کي د شاملېدو امر یې وکئ چي باید هر څوک چي د روم تر سلطنت لاندي وي هغه باید و فوځ ته داخل شي، او په هغه وخت کي اوصول داسي وه، چي هر پاشاه کوښښ کاوه چي ښه ځواک په دې ولري چي یا د خپل ځان دفاع وکړي او یا هم پر خپل بل همسایه باندي یرغل وکړي، د پاشاه و امر ته اولس دومره ډېر ارزښت ور نکړ، خلک په دې فکر کي وه چي څه ضرورت دئ چي ځانونه و وژنو د ښه ژوند خاوندان یو، د مینې ډک حالت مو دئ، او نه ئې غوښتل چي خپله جونګړه او خپل ژوند په اور کي وسوځوي؛ خپل دوستان، او ملګري له لاسه ورکړی نو ډېر لږ کسان و فوځ ته داخل سول؛ له دې څخه وروسته پاشاه امر وکړ چي پر تاسو خوښې حرامه ده او پاشاه په ټوله پاشاهۍ کي ئې ودونه او کوزدې منع اعلان کړل او دا اعلان ئې وکړ که هرچا یا واده او یا هم کوزده وکړل د هغه سزا مرګ ده؛ اوس پاشاه غواړي چي ددې فرمان د ترسره کولو سره پر خلکو فشار راوړي چي خلک ودې ته وهڅول شي چي په فوځ کي داخل شي، ټول خلک په پوره پرېشانۍ کي شول چي داڅه وشول کوزدې او ودونه او د خوښۍ مراسم بند سول ؛ خو بیا هم ډېر لږ کسان و دې ته اماده سول چي فوځ ته ولاړ سي؛ چي په دغه وخت دغه (والنټېن) د کلیسا مشر په پټه سره څو ودونه وکړل حال داچي دولت بند کړی وه، پاشاه ډېر ژر په دې باندي خبر شو چي پریست والنټېن د پاشاه د فرمان خلاف ودونه کړیدي،او د ډېرو نورو نجینو سره ئې نامشروع اړیکې برابرې کړېدي؛ نو ئې والنټین ونیوئ او و محبس (زندان) ته ئې ورواچاوه، او دائې ورته وویل چي ستا مرګ به په همدې محبس کي وي، طبعي خبره ده چي و محبس ته هیڅوک د میلمستیا لپاره نه بېول کيږي او هلته کړاوونه، شکنجې، او تکلیفونه شتون لري؛ والنټین د محبس د مشر (Jailer) د لور سره اړیکې ټینګي کړې، هغه هلته محبس ته ورتله او والنټین د خپل بد او ناوړه عادت په درلودلو سره ورسره جنسي اړیکې ساتلې، کله چي د والنټین سر خلاص شو چي د ژوند پاڼه دي اوړي او نور نو ته ددې فاني دنیا څخه سترګې پټوې نو ئې یو ليک وليکئ او دا لیک ئې د محبس د مشر و لور ته چي ده مخکي لا تار ورسره غزولی وو، ورکړ چي ده خپله لاسلیک هم پر کړی وو، او لاندي ئې دا جمله ورته لیکې وه:
From Your Volentine
یعنی دا لیک (ستا د والنټین له خوا دئ) او دا ښکاره کوي چي والنټین یواځي ستا دئ او حال داچي څو ودونه ئې درلودل او د ډېرو نورو ښځو سره ئې بېله واده نامشروع جنسي اړېکې درلودې۔ او والنټېن په محبس کي د (۱۴) د فبروری باندي مړ شو، چي ددې څخه وروسته عیسایانو دا ورځ د (شهید والنټین) د ورځې په نامه ونوموله او هغه داچي دا کار نور د کلیسا مشرانو وکئ او په هره کلیسا کي به دده بیان کې دئ، چه ورو ورو دا ورځ په رسمي ورځو کي راغلل او دا ورځ د (۱۶۶۸) میلادي کال راهیسي لمانځل کيږي۔ دا ورځ په عیسائیت کي هم باید و نه لمانځل شي دا ځکه چي حضرت عیسی علیه سلام واده نه وو کړی نو والنټین د حضرت عیسی علیه سلام د طریقې څخه مخالف کار وکړ، دا ځکه چي دی خو عام عیسایي نه وو،بلکې دی د کلیسا مشر وو ؛ اوس اکثره عیسایي مذهبي مشران لکه (بېشف، پریسټ، پاسټر او نور۔۔۔)واده په دې نه کوي چي حضرت عیسی علیه السلام واده نه دی کړی، چي نتیجه ئې دا شوه چي هر کال په سلهاوو د کلیسا مشران پر لواطت او زناوو باندي ، په نړیوالو رسنیو باندي ښکاره کيږي چي یواځی تر ټولو په لږ شمېر کي مذهبي عیسایي مشران د (۳۰۰) په تعداد باندي په (۲۰۰۷) کي په بین المللی رسینو کي خپاره شول ، پر انټرنیټ باندي دا هره ورځ د معمول سره مطابق یو رواجي بڼه غوره کړېده، همدا اوس چي کله په هېتي کي زلزله وشوه د (۳۰) ماشومان چي د چا پلار نه وو، چا د مورکۍ نارې وهلې او چا د ورور۔۔۔دا څوک وه چي دوی ئې تښتول چي د هېتي حکومت ونېول ؟؟؟ دا امریکایي عیسایي راهبان وه، دا عیسایي مذهبي مشران وه چي دوی دا ماشومان تښتول او د خپلو جنسي اغراضو لپاره ئې بیا دوی استعمالول، نه ئې پر دې خلکو زړۀ و سو، نه ئې ددې ماشومانو پر چغو بوغو زړۀ وسو، او نه ئې هم ددوی پر در په درۍ باندي زړۀ وسو بلکې د خپلو ناروا جنسي اړیکو د تر سره کولو په خاطر ئې دا کار وکئ، چي په ټوله نړۍ کي بیا امریکایي راهبان پکښې زیاته ونډه لري؛خلاصه داچي والنټېن له دې څخه هم سر غړونه وکړه، او بل داچي والنټېن د خپل ددولت پاشاه خبر ه ونه منله او د هغه خبره ئې وغورځوله دا د والنټېن دوهم جرم دئ، او دریم داچي په بایبل کي راغلی دي :
په لوقا او متی کي په (د تورات احکام) کي راغلي دي: زنا مه کوئ، خو زه (حضرت عیسی مسیح )درته وایم که یوې ښځې ته د شهوت په نظر و ګورئ نو په زړۀ کي دي زنا ورسره وکړه، نو که هغه سترګه چي درباندي ګرانه ده ، ستا د ګناه باعث شوه، ښه ده چي وئې باسې او لری ئې و غورځوې، تر دې چي په دوږخ کي پرېوځې دا غوره ده چي غړی دي ناقص وي۔
اوس دا ایات د اوسني بایبل په هر بایبل کي شتون لري، په هر(ورژن) کي دا شته او هر څوک ئې کتلای شي، لومړی والنټېن چي یو مذهبي مشر وو د بایبل ددې ایات څخه یې مخالفت وکړ ، دوهم داچي اوس دا ټوله عیسایي نړۍ ولي ددې ایات څخه انکار کوي ، او عمل نه په کوي،عیسایان وایي چي دا بایبل د خدای کتاب دئ نو ولي بیا عمل نه ورباندي کوئ؟؟؟!دا هغه معما ده چي له عیسایي نړۍ سره یې هیڅ ځواب نشته۔ د بایبل په حواله چي کله د سترګو زنا وشوه نو بیا د جنسي اړیکو هیڅ سوال نشته، او اوس ټوله عیسایي نړۍ بیا د بایبل ددې ایات څخه مخالفت کوي:
(زنا مه کوه، درواغ مه وایه۔۔۔۔۔۔۔د زیات ثروت خطر، لوقا)
پکار خو داده چي والنټېن د خپل مقدس کتاب بایبل، د خپل پاشاه چي اطاعت ئې پرده واجب وو، د هغه مخالفت، د حضرت عیسی علیه سلام د ژوند خلاف کار ئې وکړ باید دا ورځ (توره ورځ ) و لمانځل شي ددې پر ځای چي دا په خوښیو لمانځل کيږي؛ او که چيری لکه د عیسایانو په آند و دې ورځې ته (د شهید والنټېن ) د ورځې په نامه سره یاده شي نو بیا باید په دې ورځ باندي د خوښیو پر ځای ماتم وسي، چي دابې ګناه ولي ووژل شو؟؟؟ اوس هر څوک قضاوت کولای سي چي په دې ورځ باندي باید څه وشي؟؟؟ او نن سبا په ټوله نړۍ کي دا ورځ د عیسایي مذهبي ورځې رنګ ورکول سوی دئ او لمانځل کيږي، چي په میلیون هاوو نامشروع، اړیکې، ناروا جنسي اړېکې او د مینې پیغامونه په ځانګړې ډول سره په اروپا ، استرلیا او امریکا کي استول کيږي دوی ولي و خپل بایبل ته نه ګوري او ولي عمل نه ورباندي کوي ، د تعجب خبره ده، چي د مسلمانانو وژل ، شکنجه کول او د اسلام ختمول په بایبل کي روا دي، او ددې ایات څخه د ویلو پر مهال ئې سترګې پلاستر دي او شی نه په ویني۔ نو په بایبل کي هم ددې ورځ لمانځل ګناه ده، او هغه عیسایان چي دا ورځ لمانځي او د نورو سره ناروا اړيکې پیل کوي، او یا د بایبل حکم نه مني باید د په عیسائیت کي مجازات شي، خو پاپان دا کار په دې نه کوي چي د همدې ورځي په برکت سره دوی خپل جنسي خواهشات پوره کوي او ماهیان نیسي.
د والنټېن ورځ لمانځل په اسلام: کي حرامه ده:
اوس دا یقیني معلومه شوه چي دا د عیسایانو یوه مذهبي ورځ ده ، او لکه څرنګه چي ما مخکي وویل چي دا ورځ دومرې ارزښت نه لري لکه دوی چي ورکړیدئ، او ددې ورځې لمانځل د بایبل په خلاف دي ، په اسلام کي په واضح ډول سره خاتم الانبياء حضرت محمد مصطفی ﷺ فرمایي:
قال النبي ﷺ (من تشبه بقوم فهو منهم) رواه أبوداود حدیث: ۴۰۳۱ حسن صحیح، جامع معمر بن راشد حدیث: ۲۰۹۸۶، سنن سعید بن منصور حدیث: ۲۳۷۰، مصنف ابن ابی شیبه حدیث: ۱۹۴۰۱، مسند احمد حدیث: ۵۱۱۴، واخرجه البزاز: ۱۲۵۵، الدارمی ۲/ ۲۴۸، الدولابی فی الکنی والاسماء: ۲/ ۳۳، ابونعیم فی تاریخ اصبهان: ۱/ ۲۸۴، اسناده صحیح، ابویعلی: ۹۳۳، الطبرانی ۱۸/ ۹۱۲، ابن حبان: ۵۶۷، الطبرانی الکبیر : ۱۱۵۵۳، معجم ابن الاعرابی: ۵۸۷.
ژباړه: چاچي د یوه قوم سره مشابهت وکړه هغه له هغه قوم څخه دئ.
دا د نصاراوو شعار دئ دا لمانځل ددې مطلب دئ چي ددوی سره تشبیه کېدل دي چي نبي کریم ﷺ وایي چي که چا د یوه قوم سره مشابهت وکړ هغه له هغوی څخه دئ.
پېغمبر ﷺ پخپل ژوند مبارک کي په ټولو هغو مراسمو کي چي د غیر مسلمانانو له خوا څخه لمانځل کېدل د مسلمانانو ورتګ ئې منع کړ، هغه که دعیسایانو مراسم وه، که د یهودو مراسم وه، که د زردشتیانو مراسم وه، او که هر څوک وه، او پېغمبر ﷺ وویل چي دوې ورځې ستاسو لپاره الله ﷻ ټاکلي دي یوه د کوچني اختر ورځ او بله د لوی اختر ورځ ، بس۔
لکه څرنګه چي په دې ورځ کي یو هلک او نجلۍ نوې رابطه پیدا کوي، او یا هم هغه نارینه او ښځې چي مخکي لا ناروا اړیکې لري نورې ئې تازه کوي، یو د بله سره سوغاتونه لیږي دا ټول مطلق په اسلام کي حرام دي، نبي کریم ﷺ فرمایي چي که د یومسلمان فکر نه وو او پر یوې ښځې باندي ئې سترګې و لګېدې نو دا معاف ده، او که دې مسلمان ددوهم ځل لپاره ورته وکتل دا ګناه ده، په بل حدیث شریف کي راځي کله چي یو نا محرم سړی د یوې نامحرمې ښځې سره یو ځای سي نو دریم ئې شیطان دئ۔
سږ کال یواځې د سعودي حکومت ددې ورځې لمانځل په ټول هیواد کي منع کړل، چي دا ېې یو افتخاري او اسلامي کار وکړ؛ او دا ورځ باید په ټولو اسلامي هیوادونو کي منع کړل شي ؛ خو افسوس پر هغو مسلمانانو چي د عیسایانو په لومو کي راګیر او دا ورځ په ویاړ سره لمانځي او په حقیقت ئې هیڅ خبر نه دي؛ اوس لوستونکو!!! تاسو قضاوت وکړئ چي ددې ورځې لمانځل څنګه، او څه حقیقت لري؟؟؟

عبدالغفارجبير

بېرته شاته