سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9855
ټول لیدونکې
1393838

کاسي -کاسیان


2018/22/02


زموږ پښت پوهان او توکم پيژندونکي ،کاسيان دپښتنو دسړبن په ټو لنيز ګروپ پورې يوه اړونده قبيله ګڼي٠ دپښتنو دعنعنوي شجرو له مخې کاسي دشر خبون زوی او دسړبن نيکه لمسی دی٠ شر خبون درې زامن درلودل چې کند، زمند(ځمند)ا و کاسي نو ميدل ٠ (١)
دکاسيانو دقبيلې زياتره خلک دسهيلي پښتونخوا په مرکز کوئيټه او کچلاغ کې اوسي٠
دپښتونخوا نا متو مؤرخ سيد بهادرشاه ظفر کاکا خيل په خپل مشهور اثر" پښتانه دتاريخ په رڼا کې" دکاسي پښتنو په اړوند داسي کښلي دي:

" دپټې خزانې دروايت نه معلوميږي چې دخر شبون په اولاده کې دکند او زمند(ځمند) اولاده دغوړې مرغۍ نه لومړی دغزني او ورپسې دکابل او پيښور دوادۍ په لور مها جرت وکړ٠ په دغه وخت کې کا سيان بېرته د سليمان غره ته لاړل او هلته مېشته شول، البته ددوی يوه قبيله چې شينواري دي دخاښي خيلو سره مها جرت وکړ او دخيبر په غر نيو سيمو کې ميشته شول چې تر اوسه پورې هم هما غلته اوسيږي٠(٢)"

"دپښتنو قبيلو دشجرې او مېنې" په نا مه اثر کې دکا سيانو پښتنو دقبيلې په اړوند داسې راغلي دي:

" دتار يخو نو په حواله ويل کيږي چې کا سيان نږدې اووه سوه کلو نه پخوا دسليمان له غره نه دکچلاغ په سيمه کې مېشته شول اوورپسې دکوئيټې ښار ته راوليږديدل ٠ دکا سيانو لو مړني خانان دعر ب خيلو مشران وو٠ ورپسې دانګرېزانودواکمنۍ په وخت کې دکا سيانو دقبيلې مشري ارباب خيلو ته وليږديدله چې اوس په کو ئيټه کې ډېر مشهوردي ٠(٣)"

په کوئيټه کې دکا سيانو کلي ددوی د ښاخونو او خيلونو په نومو نو سره شهرت لري دبيلګې په ډول دعلمو چوک چې دملک عالم خان کاسي دنامه په وجه د علمو دچوک په نامه سره يا ديږي اويا هم سمن ګلي چې مشر يې عثمان خان کاسي و او همداراز احمد خان زي چې پخوانی ارباب يې نواز کاسي و٠

دکاسي دقبيلي خلک خپل مشران دملکانو او اربا با نو په نا مه سره يادوي٠ دسمنګلی کلی چې دکا سيانو ديوه مشر نيکه سمن خان په نا مه سره په سمن ګلي سره يا ديږي او دکا سيانو د ٨٠٠ په شا وخواکې کورنۍ پکې ژوند کوي٠(٤)
په ١٨٩٥ ميلادي کال کې چې په کو ئيټه کې کو مه زلزله وشوه او دکوئيټې په ښار کې يې لويه تبا هي راوستله نودبده مرغه د کا سيانو دقبيلې خلکو ته پکې دسر درانه زيا نونه ور ورسيدل چې ويل کيږي ددوی دټول نفوس اوومه بر خه ژوندي پا تې شول او پا تې نور يې دزلزلې قر باني شول٠

کاسيان په عمومي تو ګه ميلمه پالونکي، ننګيالي ، توريالي او په پښتني ننګ او غيرت ټينګ خلک دي٠ دوی دښو کړو وړو څښتنان او په علم او پو هې ډېر مين خلک دي اود نورو پښتنو په تناسب دعلم او پو هې کسان پکې ډېر دي ٠

تاريخ حيات افغاني تقر يبا ١٤٦ کلونه وړاندې دکاسي دقبيلې دښا خونو شمېر ١١ ښودلي دي چې د ځينو نو مو نه يې په لاندې ډول دي:

الوزي،ژمرياني ( جمریاڼي )، محمدزي،موسيغ،سيرون،کيتران،سام،سلټ ، همړ، شينواري.(٥)

دکاسي قبيلې دځينو مشهورو کسانو نو مونه دادي:

 

ډاکټر لطيف ياد

بېرته شاته