سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9855
ټول لیدونکې
1393916

اوس عملا ژوندی او متحرک ولسمشر لرو


2018/23/02

دمان الله خان نه نیولې تر ظاهر شاه او داوود خانه بیا تر کرزیه ټولو پاچاهانو لوړ ارمانونه او لوړې هیلې درلودې. ټول دې خدای وبښي ښه خلک وو، خو اوس هغوی نشته، ټول کار ولسمشر غني او تر ده وروسته بل ولسمشر ته پاتې دی چې عملي یې کړي. زما لپاره قهرمان هغه دی چې له ارمانونو مو را وباسي او دا هر څه عملي راباندې په سترګو وګوري. مارکس هم د خواریکښې طبقې لپاره لوړ ارمانونه لرل، خو د اکتوبر انقلاب لینن وکړ او عملا یې هڅه وکړه یوه سوسیالیستي ټولنه راباندې وګوري، کوزه پښتونخوا کې هر هنرمند او سیاستوال د پښتنو د بیدارۍ ترانې ویلې، خو منظور پشتین عمل وکړ، دغسې د سلما بند جوړ شوی و، خو چا پرانیستی نشوای، ټاپي زړه طرحه وه، خو په افغانستان باور نه کېده، کرزي خو حتا هیله لرله چې امریکا ایف شپاړس طیارې ورکړي، خو امریکا نه ورکولې ویل هسې نه په موږ بمبار ونه کړي، هغه دی اوس لږ تر لږه بمبيرکي لرو او زموږ عسکر چې محاصره شي، ځان ور رسولی شي. رباني نه نیولې تر طالبانو او کرزي ټولو هیله لرله چې حکمتیار یې خوا کې ناست او نور ونه ډزیږي، خو دا هیله وه، نن دا دی سړی ناست دی، ټولو هیله لرله چې د پاکستان له اقتصادي اتکا خلاص شو، کرزي خو حتا هیله لرله چې تر اټکه ځان ورسوي، خو عملا د پاکستان له اتکا غني بیغمه کړي یوو، مطلب تاریخي کېسې او شخصیتونه په موزیم کې ښه ښکاري او درناوی یې باید وشي، اوس عملا ژوندی او متحرک ولسمشر لرو او له ده هیله ولری چې کار درته وکړي، روحیه ورکړی، سپارښتنې ورته وکړئ، نقد یې کړئ چې ښو نه ښه ستاسو اراده تمثیل او خوبونه او ارمانونه مو عملي کړي. هسې وچه عقده او بد نیتي د ناروغانو کار دی او له دې ناروغۍ ځانونه وساتئ، دنیا او اخرت به مو روښانه شي.

خوشال خليل

بېرته شاته