سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9889
ټول لیدونکې
1452605

بی بی حليمه


2018/24/02


 بی بی حليمه  هم د لسمې پيړۍ بله د پښتو دشعر او ادب په اسمان کې يوه تل پاتې ژوندی يادګار اوځلانده ستورې ده  دا پښتنه شاعره د دتوري،ميړانی اود قلم  د خاوند د خوشحال خان خټک لور وه چې تل يې په زړه پورې د مينې  او ژورفکر او خيالاتو باندې په زړه پوري   شاعري کړيده دغه ميرمنه هم څرنګه چې د ليکنو نه يې معلوميږي  هر اړخيز ژور معلومات او د لوړو خيالاتو در لودونکې ميرمن وه چې دخپل پلار په ژوند کې مروجه علوم يې ولوسته او بيا د شيخ سعدي لاهوري مريده شوه  بل دا چې په لسمه پيړۍ کې هم پښتانه دنړۍ سره د ازاد سالم رقابت لپاره ښځو ته په پراخه پيمانه د خپل د فکر د اظهار لپاره پوره ازادي ور کړي وو هغه وخت کې چې لا پر مخ تللي زمانه نه وه خو علم خداې (ج) په نر او ښځه فرض کړی دی نو دهمدی اصل په نظر کې نيولو سره زمونږ مشران پښتانه ښځو ته د ليک لوست ازادي ور کړي وو نو ځکه حليمه خوشحال   پخپل وخت کې هم د خپل مين لپاره په زړه پورې شاعري کړيده هغه په خپل يو شعر کې  په زړه وره توګه قلم پورته کوي اوخپل د مينې اظهار داسې کوي


داشنای په فکر خو ښه هسی شان شوم
نه پوهيږم چې ممتاز که نور جهان شوم


چې کړمه ستا په مينه سر فرازه
ثنا خوانه په څو رنګه د رحمان شوم


چې مجاز  مې د ايازو ولاړی له زړه نه
سر بلنده تر محمود غوندی سلطان شوم


وهر چاته چې يي ګوروم واړه دی دی
دجمال په نندارو يي شادمان شوم


غير فکر مې له زړه نه رابهر شو
پر خليل و پروعدو باندې يکسان شوم


حليمی د غماز زکر زيات له حد شو
چې دې بيله له يار نه کا په ګومان شوم


نوبی بی حليمه دمغل دپاچاهانو دميرمنو په ژوند هم خبره وه اوښه معلومات يې درلوده نو ځکه يې پخپل شعر کې له تشبهاتو سره د بيلګۍ په توګه تری يادونه کړيده

زرلښته حفيظ بشريار

بېرته شاته