سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9766
ټول لیدونکې
1262566

افغان حکومت اوطالبانوڅخه هيله


2018/01/03

  دمقدمې څخه تيريږم دتاريخ په دې حساسو شيبوکې نړۍ اوافغانان ستاسو پريکړو ته گوري افغانستان خپل مشترک کور وگڼئ يوځل بيا شاته وگورئ اودجرگواومرکو تاريخ ته
خپلې سياسي اومفکوروي ستونزې دهيواد دننه دخپل هيواد دمخورو سپين گيرو په مينځگړيتوب اواعتبارحل کړئ نوروهيوادنو څخه دشخړو دحل مرسته مه غواړئ داځکه چې بيابه تاريخ ته يو وخت کې ملامت ياست افغانستان مستقل هيواد دی او دا استقلاليت تاسو ټکنئ کوئ او دجنگ دوام ته لاره پرانيزئ افغانان هره سخته تيرولې شي خوټول افغانان دخپل هيواد دجنگ پای له پاره دنورو پريکړو ته احترام لري خوپه ښه نظر نه گوري ښه به داوي چې خپلوکې سره جوړ راشئ که دکور مينځ کې شخړه وي دکور مور اوپلار اويانور مشران شخړه اواروي دگاونډيانو او نورو دوستانو رول کمرنگه او تل پاتی نه وي دجنگ ستونزې دهيواد قانون ته داحترام په موخه دجنگ نه ستړي افغانانوته سوله (امن)ورکړئ افغانان نور جنگ نه غواړي دجنگ نه ستړي شوي دي او مونږ دبيدفاع ولسونودهيلواواز پورته کوونکي يو
مونږ نور نه غواړو زمونږ هيوادوال نور وزوريږي داځکه چې جنگ بيکوري،غربت ،معيوبيت، مړينه او دماشومانودسويشکل (معجزه)ماشومانودزيږون سبب گرځي زه يوځل بياد افغانستان حکومت او طالبانو ته دخير ځولې غوړوم او دخپل بيدفاع ولسونو ته تاسويعني دجنگ دواړو اړخونوڅخه دسولې (خيرات)غواړم دجنگ پای تل په سوله کيږي اودايي وخت دی .

زرلشت حفيظ بشريار دسولې لاروې

بېرته شاته