سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9871
ټول لیدونکې
1426879

د ولسي جرکې منشي د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه یو ځل بیا خپل ملاتړ اعلان کړ


2018/01/03

د کب میاشتې نهمه نېټه چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په نوم نومول شوې نن ورځ د یو شمېر په زړه پورې مراسمو په ترڅ کې د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځي وطندوست ،د ولسي جرګې غړي محمد نواب منګل او د افغانستان د ځوانانو کاروان مدني ټولنې د هیواد د دفاعي ځواکونو د عمومي قومندانۍ د تعلیمي مرکز له جنرالانو ،افسرانو او سرتېرو سره په ګډه ونمانځله.
د مراسمو په پیل کې د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځي وطندوست په ګډون د ځوانانو کاروان مدنې ټولنې ګڼ شمېر غړو د دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ په موخه خپله وینه ورکړه .په دویم قدم کې د دفاعي ځواکونو د عمومي قومندانۍ د تعلیمي مرکز له بېلا بېلو جزو تامونوڅخه لېدنه وکړه او په هر جز و تام کې دفاعي ځواکونو سرتېرو خپل مهارتونه نندارې ته وړاندې کړل.
د مراسمو په وروستۍ برخه کې د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځي وطندوست د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د سرتېرو سرښندنې او قربانۍ وستایلې او د نوموړې ورځې په مناسب یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو سرتېرو او د سرتېرو کورنیو ته مبارکي وړاندې کړه او په خپلو خبرو کې یې پر حکومت غږ وکړ چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د د تجهیز په برخه کې جدي پام وکړي او د دوی سرښندنې له یاده و نه باسي.
د مراسمو په پای کې د ولسي جرګې منشي او د ځوانانو کاروان مدني ټولنې له لورې د دفاعي ځوانو پر جنرالانو ،ډګروالانو ،دګرمننانو،او افسرانو زړورتیا او د دوی د ښو کړنو له امله لونګۍ او ستاینلیکونه وو ویشل او په پای کې د تعلیمي مرکز عمومي قومندان د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځی وطندوست، د ښه خدمت له امله په نظامي ډالۍ و نازوه.

عبدالقادر اريوبي ځاځی

بېرته شاته