سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9827
ټول لیدونکې
1357891

انګازې ؟!


2018/18/03

 

 


له شوره ولویده ګونګرو ، هغه آواز نه راځي

له مينې ډکې انګازې دهغه ساز نه راځي 
په هآغه شرنګ او هاغه ناز به چی راتلله لیلا
اوس هغه زرکه خرامانه او په ناز نه راځي 
اوس به له چا سره بوخڅۍ دزړه پرانېزمه زه 
چی به مو راز سره وایه هغه همراز نه راځي ؟
بیماری اوښکی مې پر سر دبڼو لاری څاری 
خوراک دخاورو شوې ناهیلې ، چې پایواز نه راځي
سړو بادونو دخزان ده ښورولی څانګه 
چې دځوانۍ په پرونی هغه انداز نه راځي 
ځواني یو ترنګ دی چی له تاره درُباب جګیږی 
تار چې زړيږی درُباب ، يه اهتزاز نه راځي 
له شګو پړي جوړوم سرتېر خوبونه ګورم 
ځکه وختونه دځوانۍ بیا داعزاز نه راځي ؟؟

عبدالوهاب سرتير

بېرته شاته