سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9740
ټول لیدونکې
1215653

په کندهار کي د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو تر منځ د همږغۍ د قوي کولو لویه غونډه جوړه سوه


2018/28/03

  ياده غونډه چي په کندهار ولایت مقام کي جوړه سوې وه، پر مهال يې کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا، مرستيال والي عبدالحنان منیب، د ملي امنیت رئيس تورن جنرال قدر محمد قدر، د ۲۰۵ آتل قول اردو او ۴۰۴ میوند زون مرستيالانو، د امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر مل پاسوال رحمت الله اطرافي د حوزو آمرينو، د ولسواليو قوماندانانو او د ملي امنیت مدیرانو ګډون کړی وو.
په غونډه کي لومړی د امنیتي ځواکونو مسئولينو د خپلو لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه د غونډي برخوالو ته معلومات وړاندي کړه.
د ملي امنیت رئيس تورن جنرال قدرمحمد قدر وویل چي په تېر کال کي افغان ځواکونو وسلوال مخالفين سخت ځپلي او هغوی ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
ښاغلي قدر وويل، اوسمهال وسلوال مخالفين سخت کمزوري سوي او د جګړې توان يې له لاسه ورکړی.
د ملي امنیت رئيس همداراز وويل چي منسوبينو يې د تر سره کړو عملياتو پر مهال زيات شمېر وسلوال مخالفين وژلي، زخميان او ژوندي نيولي دي او د هغوی په زرګونو ميله سپکي او درنې وسلې يې له منځه وړي دي.
په غونډه د کندهار د امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر مل پاسوال رحمت الله اطرافي هم وويل چي په تېر يوه کال کي يې پوليسو د بېلابيلو عملیاتو پر مهال ۱۱۲۳ تنه وسلوال مخالفين وژلي او په سلګونو نور يې زخمیان کړي دي.
هغه وویل، د تر سره عملیاتو پر مهال د وسلوالو مخالفينو ۱۹۸۵ ميله درنې وسلې او ۱۹۴۰ ميله سپکي وسلې د پوليسو لاس ته ورغلي دي.
په غونډه کي د ۲۰۵ آتل قول اردو او ۴۰۴ ميوند زون مرستیالانو، د نظم عامې قوماندان او د دريمي سرحدي لواء قوماندان هم د خپلو لاسته راوړنو په اړه د غونډي برخوالو ته معلومات وړاندي کړه.
په غونډه کي د ټولو امنیتي ځواکونو مسئولينو ډاډ څرګند کړ چي په پوره ميړانه به د خپل هيواد او خلګو ساتنه او دفاع کوي او د دښمن په وړاندي به جنګېږي.
وروسته کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته راوړنې وستايلې او د هغوی قربانۍ يې نه هېرېدونکي وبللې.
ښاغلي ويسا وويل، افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه په پوره ميړانه د ښمن په وړاندي جنګېدلی او هغوی يې د سختي ماتي سره مخ کړي.
کندهار والي د امنیتي ځواکونو تر منځ همږغي هم وستایل او د لا ښې همږغۍ د رامنځه کولو او د ولس سره د اړيکو د پراخولو لارښوونه وکړه.
ښاغلي ويسا همداراز د امنیتي ځواکونو پر ستونزو هم خبري وکړې. هغه زياته کړه چي ستونزي يې د مرکزي حکومت سره شريکي کړي او د هوارېدو په برخه کي يې جدي هڅي کوي.
کندهار والي تورن جنرال زلمي ویسا د امنیتي ځواکونو مسئولينو ته د امنیتي ځواکونو تعلیم او تربيې او نظم ته د ځانګړي پاملرنې لارښوونه هم وکړه او له هغوی يې وغوښتل چي په ياده برخه کي کوټلي ګامونه والي.
هغه امنیتي ځواکونو ته همداراز لارښوونه وکړه چي راتلونکو ټاکنو او د ټاپي پروژو لپاره پوره چمتوالی ونيسي.

دقندهار ولايت مقام

بېرته شاته