سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9889
ټول لیدونکې
1452545

د هېواد په پنځو ولایتونو کي هيڅ ښځینه خبریاله نشته


2018/01/04


په سوېل لویدیځ زون کي د آزادو رسنیو د ملاټړ اداره (نی) وايي، چې د ټول هیواد په کچه په پنځو ولایتونو کې هېڅ ښځینه خبریاله نشته.
ددې ادارې سیمه ییز مشر عبدالسمیع غیرتمل وویل ددغو پنځو ولایتونو له ډلې څخه د سوېل لویدیځي حوزې اروزګان او زابل ولایتونه هم شامل دي.
دی وايي، دا چي نی دا افغانستان په ۳۴ ولایتونو کي د ښځینه خبریالانو د وضعیت په اړه د تېرو دوو(۱۳۹۵ــ۱۳۹۶) کلونو پرتلېزه نظرپوښتنه کړې نو ورته معلومه شوې، چې د هېواد په اوو ولایتونو کي د ښځينه خبریالانو په کار کې کمښت راغلی، د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کي ښځینه کارمندانې ډیري شوي خو په ۱۱ نورو ولایتونو کي ئې بیا هیڅ توپير نه دی کړي.
په داسې حال کې، چې د هیواد نیم نفوس موښځینه تشکیلوي خو د ستونزو د سپړلو لپاره یې په ډيرو لږو ولایتونو کې خبریالانې کار کوي.
د امنیت خرابوالی، د رسنیو کمزوری اقتصاد او په ادارو کي د کاري چاپیریال نه مجودیت هغه لاملونه دي، چې د ښځینه خبریالانو کچه ئې کښته کړې ده.
بلخوا په هېواد کي د ازادو رسنیو د ملاټر اداره ( نی ) وايي، د ملي یوالي حکومت د وروستیو دریو کلونو په ترڅ کي ۵۰ خبریالان د لوړ امتیاز ورکولو په موخه د ویندویانو، کارمندانو او مشاورینو په حیث په دندو ګومارلي، چې د هیواد د نافذه قوانینو خلاف عمل یې ګڼي.
د نی موندنې ښیي، چې هرات کې ۲۱، په مرکز کابل کي ۱۹ کندهار او بلخ ولایتونو کي مسلکي خبریالانو خپلې دندې پرېیښي او په ملکي او نظامي برخو کې په دندو ګمارل شوي دي

داودجبارخيل

بېرته شاته