سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9884
ټول لیدونکې
1450902

غـــزل


2018/12/04

 

زه په چا؟؟ وګنډم د خپـلو تعبــيرونو ګـريوان
چې پاڅـيدمه نـو! زرې وو د خوبــونو ګـريوان

زما ګـيوان ته هـر سړى لاس اچــوې او شليږې 
دا ځلـې خـامخا ګنډم پــه زنځـيرونو ګـريوان

زمـا تپوس ته خـو په خـداى ج که يو سړى هم راغى 
که ډيـر مې وشلاوه ! په خـپـلو اوازونـو ګـريوان

اوس بـه هيڅوک هم زمونږ کور ته ډاډه نه راتـلـلو 
که مونـږه! پـريخـى وى د خپلو سرحدونو ګـريوان

چې مې شلولـې دي په خپله د ګـريوان نه تـڼئ 
څنګه ؟ اوس بـند کړمـه ارمانه په لاسـونو ګـريوان

 

ارمــان کــي

بېرته شاته