سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9740
ټول لیدونکې
1215647

غزل


2018/12/04

 

د زوړ په ځاى باندې يو بل خانه برباد ودريده
کوڅو د ښار کې شور و شر د زنده باد ودريده

هغه بدنامه د مجلس ښائست و، غلی ناست و
هغه نيکنامه به په هر مبارکباد ودريده

مونږه چې پريوتو نو هيڅوک مو په خوا کې نه وو
مونږه چې ودرېدو نو مخ ته مو شداد ودرېده

هغه سړى چې د خپل ذات په خوشبوئي غني و
تمبو د بل ته نن په طمع د څه داد ودرېده

د رقيب دا آدا مې هم د زخمي زړه ښائست شوه
صابره ستا په مخ کې څه په اعتماد ودرېده

صابرشينواری

بېرته شاته