سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9827
ټول لیدونکې
1357821

(د ځیګر وازګه یا غوړ او ددې ناروغی محنیوی)


2018/13/04

  نن سبا ډېر خلک د ځیګر د غوړو پر ناروغۍ اخته دي. د دې ناروغۍ نښې دا دي چې ناروغ د ستړیا احساس کوي، وزن یې ورځ تر بلې کمېږي او جسمي ځواک له لاسه ورکوي. له بده مرغه پر دې ناروغۍ ډېری د لوړ عمر خاوندان اخته کېږي. دا چې څه ډول کولی شو له دې ناروغۍ ځان وژغورو، په دې لیکنه کې مو ورته اشاره کړې ده: ۱- د ليمو شربت وڅښئ: هر سهار په اوبو کې لیمو واچوئ او ویې څښئ، تروش لیمو د ځیګر د غوړو لپاره ګټور دي او روغتیا تضمینوي.

۲- په پخلي کې له زنجبیل استفاده وکړئ: هغوی چې په پخلي کې له زنجبیل څخه ګټه اخلي، د ځیګر له ناروغۍ په امن کې دي. ۳- شین چای وڅښئ: د شین چای څښل په ځیګر کې د غوړو د غوټه کېدو مخه نیسي او په ټوله کې د دې ناروغۍ درملنه کوي. د چین خلک په دې اند دي چې شین چای د ځیګر د سرطان مخه هم نیسي. ۴- له نباتي پروټينو استفاده وکړئ: روغتیا پالان د هغو کسانو لپاره د سويا او نباتي پروټينو سپارښتنه کوي چې د ځیګر پر ناروغۍ اخته وي. نباتي پروټین د حیواني پروتینو په پرتله ګټور دي او د ځیګر ناروغۍ لپاره ښه نسخه کېدای شي.

ډاکتر محمدامين

بېرته شاته