سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9889
ټول لیدونکې
1452385

د زړه ډالۍ


2018/13/04

  یو ځوان چې اتلس (۱۸) کلن و، خپلې مور ته یې وویل:
-ای مورې! كله چې زه شل (۲۰) کلن شوم؛ نو څه ډالۍ به ماته راکوې؟ 
مور یې ورته وویل:
زویه! تر اوسه خو شل کلنۍ ته ډېر وخت پاتې دی.
یو کال وروسته یې زوی نولس (۱۹) کلن شو، چې، ناڅاپه یوه ناروغي ورته پېښه شوه. او مور یې روغتون ته یوړ.
ډاکتر ورته وويل:
-ستا اولاد د زړه ناروغي لري، د ښه کیدو امکان یې نشته!
مور یې ډېره غمجنه شوه، ولاړه تر څو خپل زوی وګوري.
زوی یې ورته وویل:
-مورې! ډاکټر درته څه وویل؟ زه لکه چې، مړ کېږم...
مور یې په ژړا کوټه پرېښوده او دباندې ووته.
د کال په ورستیو ورځو کې چې، د ځوان عمر شل کلنۍ ته رسیدلی وو، له روغتون څخه رخصت شو او د زړه ناروغي یې هم ښه شوه.
د خپل کور په لور ولاړ؛ کله چې کور ته ورسیده، ګوري چې په کوټه کې یې په فرش یو لیک پروت دی چې، د مور لخوا یې لیکل شوی وو. مګر خپله مورکۍ یې نور په دنیا کې نه وه...
په هغه لیک کې داسې لیکل شوي وو:
-ای زویه!
دا همغه ورځ ده چې، تا ماته ویلي و: په شل کلنۍ کې ماته څه ډالۍ راکوې؟
ګرانه زویه! ستا زړه له کاره لویدلی وو؛ نو ما وغوښتل چې، خپل زړه تاته د شل کلنۍ په ډالۍ کې درکړم! له هغه څخه ښه ساتنه وکړه...

ګرانو وروڼو او خویندو!
که چيرې ستاسې ميندې ژوندۍ وي، له هغوی سره له حده زيات مينه وکړئ او مخکې تر دې چې، له دغه خواږه نعمت څخه بې برخې شۍ، قدردانی يې وکړئ، داسې نه چې د هغې د نشتون پر مهال په خپلو کړنو پښېمانه شۍ؛ ځکه چې په ټول ژوند کې يوازې يو وار او يوه مور لرو. د ثواب په نیت یې نورو ملګرو سره شریک کړئ!

ډاکتر محمدامين

بېرته شاته