سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9855
ټول لیدونکې
1413060

والدینو د خوښۍ لارې:


2018/13/04

  💗 د مور و پلار په وړاندې خپل موبایل مه رااخله. 💗 خبرې یې په توجو سره اوره. 💗 رایه یې مقدمه کړه. 💗 خبرو ته یې وار ورکړه. 💗 د عزت په سترګه ورته ګوره. 💗 درناوی یې کوه. 💗 دوی ته له ټولو نه ترجیح ورکړه. 💗 ښې او نېکې خبرې ورسره شریکې کړه. 💗 بد زیري مه پرې کوه. 💗 د دوی د خپلوانو او دوستانو په اړه ښې خبرې ورته کوه. او د هغوی سره مینه کوه. 💗 تیر شوي ښه یې بیا بیا دریادوه. 💗 تکراري خبرې یې داسې په دقت سره ورته غوږ کېږده، لکه په لومړي ځل یې چې اورې. 💗 تیر شوي بد یادونه مه یادوه. 💗 د دوی په وړاندې نورې خبرې مه کوه. 💗 د دوی په مخ کې په ادب سره کښېنه. 💗 د دوی د رایه او فکر په اړه معمولي اختلاف هم مه وره کوه. 💗 د دوی خبرو کولو پر مهال په منځ کې مه ورولېږه. 💗 د عمر قدر یې وکړه. 💗 حکم او مشورې ته یې غاړه کښېده. 💗 د دوی د تګ پر مهال له دوی څخه مه مخکې کېږه. 💗 له دوی نه خوراک لومړی مه پیل کوه. 💗 د دوی په وړاندې ځان ښودنه مه کوه. 💗 د دوی په مخکې پښې مه غزوه. او مه ورته شا کوه. 💗 د دوی په وړاندې په زوره خبره مه کوه. 💗 تریښې خبرې مه ورسره کوه. 💗 په خپلو نېکو دعاګانو کې یې هر وخت یادوه. 💗 د دوی په وړاندې سستي او سټړیا مه ښکاروه. 💗 د دوی په تیروتنو او هیر باندې خندی مه کوه. 💗 د دواړو یو شان درناوی کوه. 💗 له دوی سره خبر اترو کولو پر مهال ښکلي او ښایسته الفاظ کاروه. 💗 له مینې ډک په الفاظو ورته اواز کوه. هغه الفاظ چې دوی یې خوښوي. 💗 د دوی په وړاندې خپلو بچیانو ته له حده زیات ناز مه ورکوه. او مه یې وهه. 💗 د همدوی په ویناوو باندې عمل کوه. 💗 د ځمکې پر مخ د دوی موجودتیا ستا لپاره بهترینه خزانه ده.

ډاکتر محمدامين

بېرته شاته