سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9740
ټول لیدونکې
1215584

اروپا کي یو هلک دئ، چي د یوې عیسایي نجلۍ سره مینه لري


2018/15/04

سوال: دلته اروپا کي یو هلک دئ، چي د یوې عیسایي نجلۍ سره مینه لري، له هغې سره جنسي اړیکي لري، اوس دغه هلک غواړي چي له دغې نجلۍ سره واده وکړي او هغه مسلمانه کړي، خو بل لورته ددغه هلک د مور او پلار خوښه نه ده، اوس څه وکړو؟
ځواب: عبدالغفار جُبیر
۱: مسلمان نارینه دداسی کتابی ښځی سره نکاح کولای شی چې هغه ښځه به پاکدامنې وی، چې په قرانکریم ورته د((محصنات)) توری راغلی دی.
۲: اهل کتاب به عیسایی یایهودی وي، په وحی، رسالت اواخرت به ایمان لری، که دهریه وی د الله نه منکره وی او یواځی په نامه عیسایی اویهودی وی نو دا د اهل کتابو په لړکي نه راځی یعنی نکاح نه ده وسره روا.
۳: په غیرمسلم هیواد کي د یهودی او عیسایی ښځی سره نکاح کول د ځینو فقهاو په نزد حرام دی(مکروه تحریمی) .
د موجوده نړۍ عیسایان او یهودان اهل کتاب بلل کيږی خو په دوی کښي زنا، فحاشی، عریانی او نور ناروا تعلقات زښته ډیر دي، او حتی په اوسنۍ عیسایی او یهودي نړۍ کي بد حالت و دی اندازې ته رسیدلی دئ چې تر ځناورو بد تر دی.
بله داچې زیات اهل کتاب، ملحدان دي او د مذهب نه بیزاره دي، اخرت څخه منکر دي، چې دداسی عیسایانو او یهودانو سره نکاح قطعي حرامه ده، 
(فقهی جدید، لیکوال: حضرت مولاناخالدیوسف صاحب)
دغه نجلۍ ستاسو د وینا مطابق مخکي لا ددغه هلک سره جنسي اړیکې لري، یعني دغه نجلۍ یوه فاحشه ده، له همدې کبله باید په نکاح نسي.
و بل لورته امیر المؤمنین خلیفة المسلمین حضرت عمر رضی الله عنه د اهل کتابو ښځو سره نکاح منع فرمایلې ده، دا ځکه چی اهل کتاب فاحش، بې حیاء او بربنډ دي
وبل لورته دکتابی ښځوسره نکاح کول وامت مسلمه ته په تاریخ کي تاوانونه هم رسولی دی، اووامت ته ئې نقصانانورسولی دی، امیرالمؤمنین حضرت عمررضی الله عنه داحس کړه، اومسلمانان حکمرانان یی په خصوصی ډول سره داهل کتابوسره نکاح کول منع کړل، دحضرت شقیق بن سلمه رضی الله عنه څخه روایت دی چې حضرت حذیفه بن یمان رضی الله عنه کله چې ومداین ته ورسیدی نوهلته ئې دیوی یهودی انجلی سره نکاح وکړه حضرت عمرفاروق رضی الله عنه چې کله خبرشونوخبریی ورکي نوورته ئې ولیکل چې طلاق ورکړه، حضرت حذیفه رضی الله عنه ورته ولیکل چې ولی دازمالپاره حرامه ده؟؟؟ امیرالمؤمنین حضرت عمرفاروق رضی الله عنه ورته ولیکل چې حرامه درته نه وایم لیکن ددی خلکوپه ښځوکي عموماپاکدامنی اوعفت نشته، په دی وجه بیریږم چې ددی خلکوپه ذریعه ستاسوکورنۍ کښی فحاشي اوبدکاري داخله نشی.
دحضرت عمررضی الله عنه دوهم لیک دادی:
اعزم عليک ان لاتضع کتابی حتی تخلی سبيلها فانی اخاف ان يقتديک المسلمون فيختاروانسآء اهل الذمة لجمالهن وکفی بذالک فتنة لنسآء المسلمين (کتاب الآثار ص ۱۵۶، بحواله معارف القران)
ژباړه: زه وتاته قسم درکوم چې زماددی لیک نه مخکي چې پخپل لاس کي ئې کښیږدی نووهغې (ښځې) ته طلاق ورکړه، ازاده یی کړه ځکه چې زماویره ده چې نورمسلمانان به هم ستاڅخه عبرت واخلی اودذمیانوکتابیانوښځو لره به ددوی دښکلاپه وجه سره په مسلمانوښځوباندی ترجیح ورکړی نودمسلمانانوښځودپاره به ددي نه لوی مصیبت بل څه وی.
(ابوبکرجصاص رازی، احکام القرآن ج۱)
ددی واقعې نقل کولونه وروسته حضرت محمدبن حسن رحمة الله علیه فرمایی چې حنفی فقهاء اختیارلری، چې داهل کتابیه سره نکاح خوحرامه نه ده لکن دنوروفسادونوله کبله داګناه مکروه ده.
غرض داچې دقران، سنت اودصحابه کرامودعمل مطابق په مسلمانانولازم دی چې دنن ورځی دکتابیانوښځوسره دنکاح کولوڅخه پوره ځانونه وژغوری.
تفسیرمعارف القرآن، ۲ټوک، ۱۱۸ مخ
لیکوال: مفتی اعظم پاکستان مفتی محمدشفیع رحمة الله علیه.
د امت علماء کرام د اهل کتابیه ښځې سره نکاح جائز نه بولي:
همدارنګه امام محمدرحمة الله علیه پخپل کتاب کښی د سیدنا حضرت عمررضی الله عنه ددی قول نقل کولو نه پس لیکلئ دی چې د احنافو فقهاؤ د کتابی ښځو سره نکاح کول مکروه ګڼي. (کتاب الاثار ص ۱۵۶)
علامه ابن همام نقل کړیدی چې حضرت طلحه رضی الله عنه او کعب بن مالک رضی الله عنه ته هم حضرت عمرفاروق رضی الله عنه کتابی ښځوسره په نکاح کولوسخت خبرداری ورکړی دی اوداحکم یی ورکړچې دوی ته طلاق ورکړی. (فتح القدیر).
اهل کتاب یعنی یهوداونصاری چې کوم په دی زمانه کي دی داپردوه ډوله دی: 
۱: یوهغه دی چې پخپل دین باندی قایم انجیل او تورات اسمانی کتاب بولی او عیسی علیه السلام واجب الاحترام پیغمبر یا د الله زوی یا خدای منی، موسی علیه مقدس رسول ګڼی دداسی یهودو او نصاراؤ سره د مسلمانانو نکاح جایز ده، با وجود ددوی د عقایدو ددوی سره نکاح جایزده، داځکه چې قران کریم وایی:
وقالت الیهودعزیرابن الله وقالت النصاری مسیح ابن الله (التوبه: ۳۰)
ژباړه: یهودوایی چې حضرت عزیرعلیه السلام دخدای ځوی دی اونصاری وایی چې حضرت عیسی الله السلام دخدای ځوی دی.
نوخدای داهل کتابوعقایدذکرکړیدی اوپه هغه وخت کي هم دوی داویل، ددی باوجودددوی سره نکاح رواده.
بل ځای قرانکریم وایی:
والمحصنت من الذين اوتوالکتاب من قبلکم اذااتيتموهن اجورهن محصنين غيرمسفحين ولامتخذی اخدان. (المأيده: ۵)
ژباړه: اودهغوپاک لمنوښځونکاح چې ترتاسی مخکي کتاب ورکړی شوی دی حلاله ده، په دې شرط چې ددوی مهرونه ورکړی حال داچې دانکاح کوونکي اوسی نه زناکوونکياوپه پټه سره جنسی نامشروع اړیکی ټینګی نه کړی.
دلته قرانکریم دعفت یادونه کړیده، اومسلمانانوته وایی چې که تاسی داهل کتابیه ښځوسره نکاح کوی نوفاحشه به نه وی، نه به زناکاره وی، اونه به یی په پټه سره کوم یارنیولی وی، که داشرطونه چې قرانکریم ټاکلی دی داپرځای شی نوداهل کتابیه ښځوسره نکاح رواده، اوکه چیری دادقرانکریم شرطونه پرځای نشی نوجایزه نه ده.
وصح نکاح کتابیة مؤمنة بنی مقرة بکتاب منزل (الدرالمختار، کتاب النکاح، فصل فی المحرمات، ۳/ ۴۵)
شیخ الاسلام محمد تقی عثماني صاحب هم لیکي چي له اهل کتابو سره نکاح ښه نه ده، داځکه اوس اهل کتاب نسته اکثره یې دهریان دي لکه:
دعیسایی ښځې سره دمسلمان نکاح شرعاًمنعقدکیږی، خوشرط دادی چې ښځه واقعاًپه عیسوی مذهب باندی ولاړه وی.
وفی ردالدرالمختارج: ۳: ۴۵، واعلم ان من اعتقددیناسماویاله کتاب منزل کصحف ابراهیم وشیث وزبورداؤدفهومن اهل کتاب فتجوزمناکحتهم
دنن سبا دعیسایانو په شان نه وی چې په نوم خو عیسایی وی او عقاید یی ددهریانو وی چې خدای او رسول هیڅوک هم نه منی، ورسره دوهم شرط دادی چې نکاح یی په شرعی طریقی سره د دووشاهدانو په مخکي شوی وی که دادواړه شرطونه موجود وي نو نکاح یی صحیح ده. 
والله سبحانه اعلم
۷/ ۳/ ۱۳۹۷ هـ
(فتوا نمبر: ۳۱۱/ ۲۸ ب)
فتاوی عثمانی، ۲ټوک، ۲۹۱ مخ
لیکوال: شیخ الاسلام حضرت مولانامحمدتقی عثمانی مدظله العالیه
نتيجه:
۱: دعیسایې او یهودۍ (اهل کتابیې) سره نکاح رواده.
۲: دا کتابیه به پتمنه وي لکه په قران کریم چې (محصنات) لفظ ورته راغلی دی، که محصنه نه وه نونکاح ده ورسره جایزه.
۳: دا کتابیه به پر رسالت د حضرت عیسی علیه السلام او یا حضرت موسی علیه السلام پر نبوت باندی به ایمان لری او پرهغه الهی کتابوبه (انجیل عیسی علیه السلام، تورات موسی علیه السلام اوزبورداؤدعلیه السلام باندی به ایمان لری)، پرآخرت به ایمان لری، که یهودۍ عزیرعلیه السلام دخدای ځوی بولی، که عیسایی حضرت علیه السلام دخدای ځوی بولی اوداسی نور... داکتابیه ده.
۴: داچې کتابیه اکثره وخت عفتناکه نه وی نوله همدی کبله حضرت عمررضی الله عنه و حضرت حذیفه بن یمان رضی الله عنه، حضرت طلحه رضی الله عنه اوکعب بن مالک رضی الله عنه ته خبرداری ورکړچې کتابیه ښځې طلاقی کړی، اوپه ردمختارکي چې راغلی دی، چې دانکاح مکروده وجه ئې داده چې په دوی کي عفت نشته، داځکه چې هغه بایبل چې دوی یی لری په هغه کي داسی فحش ایاتونه دی چې دلته زه نشم ذکرکولای چې یواځی دجیمی سواګاټ په آندپه بایبل کي لس (۱۰) ځایه دمحرماتوسره زناپکښی ده، لکه دپلاردلورسره زنا، دخُسردمږورسره زنا، دځوی دمورسره زنا اوداسی نور... نوځکه حضرت عمررضی الله عنه له دې نکاح څخه منع وکړه.
۵: که چیری مسلمان نارینه په دی پوه شی چې وکور، فامیل اوټولنې ته می ددي کتابیه ښځی له کبله فحاشی، بربنډتوب اوبی حیایی راځی، اویامی اولادکافران کيږی، اوبی لاری کيږی نوپه دغه صورت کي هم نکاح نه ده روا.
۶: که چیری په نامه یهودۍ اوعیسایی وه ، پرنبوت دحضرت عیسی علیه السلام یی اوحضرت موسی علیه السلام یی ایمان نلری، اودهریه وه، اولادینه وه، اوالهی کتابوته یی تقدس نه لری نودداسی په نامه ښځې سره هم نکاح نه ده روا.
۷: که چیری یومسلمان نارینه یوه عفتناکې کتابیه ښځه پیداکړل، اودکتابیې ټول شرطونه پکښی وه، فاحشه نه وه، نوکه دامسلمان نکاح ورسره کوی جوازئې شته، خودانکاح به داسلام مطابق وی، یعنی مهرټاکل، دوه شاهدان، اوخطبه، دانکاح به یواځی په یوه کاغذپه وجه سره نه وی، چې نکاح رجسټریشن ورته وایی.
۸:دمسلمانې خورنکاح له عیسایي اویایهودي سره روانه ده که چيری دانکاح (یوه عیسایی یایهودی نکاح دمسلمانې ښځې سره )په اسټرلیااویادنړۍ په نوروکونجانوکي صورت نیولی وی فوراًدی بیل شی اوداروانه ده چې یوه مسلمانه ښځه یویهودی یاعیسایی په نکاح کړی، تجدیددنکاح دی وکړی اوتجدیددایمان دی وکړی.
ستاسو دغه هلک په یوه شرط له دغې نجلۍ سره نکاح تړلای سي:
۱: دغه هلک او دغه نجلۍ دي دواړه پر مخکنۍ زنا باندي توبه وباسي.
۲: دغه نجلۍ دي مخکي تر نکاح تړلو په اسلام مشرفه سي، بیا دي ددغه هلک سره نکاح وتړي.
والسلام

عبدالغفارجبير

بېرته شاته