سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9803
ټول لیدونکې
1337936

د بوډۍ دری زامن


2018/20/04

بوډۍ امسا را واخېسته، په کړوپه ملا یې ښه شېبه مزل وکړ، د مشر زوی د کور دروازه یې وټکوله، مشرې نږور یې سړه ستړې مشې وکړه، بوډۍ کرۍ شپه په اوښکو تېره کړه، سهار یې د اوداسه په پار له نږور څخه اوبه وغوښتې، اودس یې وکړ، پاتې اوبه یې په خپله بستره کې تویې کړې، نږور یې چې د خواښې لوند ځای ولید، په چیغو سر شوه، په ژړا یې مېړه را خبر کړ: ـ ته وګوره! مور دې پاکې بسترې را مردارې کړې دي، دا زړه چینجنه د خپل ځان د سمبالېدو نه ده... مشر زوی یې په غوسه مخې ته راغی، په چټیاتو سر شو، بوډۍ غلې په خپل ځای کې حیرانه ناسته وه، له لمر څرک سره یې په خوارو لاسونو بستره ونغښته، څو ځلې یې تر اوبو وایسته، پاکه یې ومینځله او لمر ته یې وچه کړه.  دويمه شپه یې منځوي زوی کره شوه، دلته یې هم د مشرې نږور د کور په څېر د اوداسه پاتې اوبه په خپله بستره کې تویې کړې، دويم زوی یې هم غوسه شو، خو غوسه یې په چوپتیا کې پټه کړه، مېرمن ته یې وويل، پاڅه خپله یې ومنځه، اوس را پېښه ده، ترې تېښته نه شته.  درېيمه شپه یې د کشري زوی دروازه وټکوله، دلته یې هم هماغسې وکړه، کشرې نږور یې چې بستره ټولوله، نو بوډۍ په بښنې سر شوه، کشرې نږور یې په ارامه ورته وويل: ــ مورې ! هیڅ خبره نه ده، بوډاتوب خو ماشومتوب دی، دې عمر کې هر انسان څخه داسې کېږي. په دې وخت کې یې کشر زوی راغی، مور یې په غېږ کې ونیوله، په تندي یې ښکل کړه، او ورته یې وویل: مورجانې! زما یادېږي، چې ته مې ماشومتوب کې څومره ځورولې یې،څومره ډېر مې دي کالي در مردار کړي، خو هیڅ وخت راته نه یې غوسه شوي، بيرته به دي څومره په مينه پاک سوتره کړم، نوي کالي به دې را واغوستلو، له دې سره یې خپلې مېرمنې ته اشاره کړه، چې مور ته مې پاک کالي ورکړه.  بوډۍ خپل کور ته ستنه شوه، یوه لویه مېلمستیا یې تیاره کړه، خپل درې سره زامن او نږندې یې هم ور وبللې، مېلمانه چې ځای په ځای شو، بوډۍ پاڅېده، یو لوی طلايي امېل یې پور ته کړ، او کشرۍ نږور یې څنګ ته ور وبلله، مېلمنو ته یې مخ کړ:  ــ زما په ټول ثروت همدا ګران‌بیه طلايي امېل شو، زه مې همدا ټول ثروت خپلې کشرۍ نږور ته بښم، او هغې ته یې په غاړه کې ور اچوم، نور مې راتلونکې ژوند ته هیڅ اندېښمنه نه یم، زه نور ثروت ته هیڅ اړتیا نه لرم، ما داسې څوک وموندل، چې زما قدر پرې شته او د عمر تر پایه مې چوپړ کولی شي، خو یاد ولرئ، تاسې دوو سره به خپل اولادونه کټ مټ همداسې کوي، څنګه چې مو له خپلې مور سره وکړه.   یادونه: زه هم د مور پلار مشر زوی یم، خو داسې نه یم.   #ژباړه

سمع وحدت

بېرته شاته