سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9855
ټول لیدونکې
1393900

دعلمی کنفرانس خبرتيا اوبلنليک


2018/26/04

 سلامونه اودرناوی!  اميد چې دژوندټولی چاري موسمې پر مخ  رواني وي . تاسو درانه دوست اوفرهنگپال شخصيت ته خبر درکوم چې په سويډن کي ددوستی فرهنگی ټولنه غواړي  دنورو فرهنگي ټولنو په مرسته دروان ز کال دجون دمياشتي پر ۲۳ دسويډن دمالمو په ښارکي  ((دمورنی ژبې رول دماشوم په شخصيت جوړونه کښي ))  ډله ايزو رسنيو او فرهنگی ټولنوگډ رسالت » ترنامه لاندی علمی کنفرانس جوړ کړي . پدې کنفرانس کښي دگډون لپاره تاسو وياړلوپوهانو،دغښتلي قلم اوپوهی خاوندانودډله ايزورسنيورسنيواوفرهنگی ټولنواستازوته دگډون بلنه ورکوو. په سويډن کې ددوستۍ  فرهنگي ټولني مشرتابه  په بهرکي دافغان مېښتودټولنيز ژوند حالت اودمېشتو هيوادونو کلتوری تاثيراتو ته په کتوسره پدې باورده چې که غواړو خپله ژبه  اوکلتور ژوندی اوساتو اودخپل ماشوم شخصيت مو نېگړی نه وي ،دماشومانوپه روزنه کي دمورنی ژبې زده کړي  ته جدي پاملرنه پکار ده .   ددې لپاره چې محترم والدين موددوي دماشوم په شخصيت جوړونه کي دمورنی ژبې رول اوارزښت ته متوجه کړي پريکړه مو وکړه چې ستاسو په علمی مرسته اوگډون داسي يوعلمی کنفرانس جوړ کړو .  موږ پدې باوريوچې ددې کنفرانس تاثيرات  به ډيرگټور اوزموږ دهيوادوالودهڅونې لامل به وگرځی  . ددې ملي اوفرهنگی کار اوزيار دسمون  ملی او انسانی لوری دپيدا کېدولاري چاری به ستاسو د علمی ليکنوپه مټ دهمدې علمی کنفرانس له لاري ترخپلو هيوادوالو ورسوو.  موږ به ډير زيات خوښ سوکه تاسو زموږ سره خپله اويادخپلې ليکنې او پېغام په بڼه دتل پشان  پدې درنه علمی غونډه کي  برخه واخلی .ارامي اوسوکالی موغواړم  .  که چيري راتگ مودکودمودلايلو له مخې ناشونۍ وي  هيله مند يم چي ددې  کنفرانس  په ادرس خپلې تحليلی ليکنې ،نظريات  اويا پيغام زموږ  په لاندي برېښنا پته راولېږی . داړېکو پته :  ghamkhor@gmail.com داړتيا په صورت کي زمادتليفون شمېره : 0046736511569   

حبيب الله غمخور

بېرته شاته