سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9855
ټول لیدونکې
1393837

مرگ


2018/30/04

  مرگ په دغه اړخ څومره ويرونکى دى. دا د مرگ پيښه ډيره سخته وي دومره سخته چې له دې څخه زياته سنگينه پيښه نشته. د مرگ د دې اړخ غوښتنه ده چې انسان دى تر بل هر شى زيات د مرگ په اړه فکر او سوچ کوي، ليکوال بايد په دې اړه ډير څه وليکي او ويناوال بايد په دې اړه ډير څه ووايى. په انفرادي ناستو او ولسي غونډو کې دې تر ټولو زيات د دې بحث او خبرې وي. مگر په عمل کې صورتحال د دې برعکس دى. مرگ هر انسان يوازې دا وايى چې فلانى کس له دې دنيا څخه ولاړ. هغه چاته دا نه وايي چې زه هم د دې دنيا څخه تلونکى يم. هر انسان د مرگ سفر د نورو سفر گڼي. هيڅوك د مرگ په پيښه کې خپل سفر نه گوري. افسوس!هغه انسان ته چې تر هغه وخته په هوش کې راتللو لپاره تيار نه دى، څو پورې چې دا په هوش کې د راوستلو لپاره مجبور نکړاى شي.

 

عجيبه کرشمه:

د انسان جسم د څو مادي شيانو له يو ځاى کيدو څخه جوړدى. اوبه، کاربن، اکسيجن او څه نور کيمياوي عناصر ـ د ظاهرى څيړنې په اعتبار سره انسان بس د دغه ډول څو شيانو مجموعه ده. رابرټ پيتيسن (R.Pattison) د انساني جسم د مادي عناصرو حساب لگولى دى نو هغه ومونده چې د بازار د نرخ په اعتبار سره د هغو ټول قيمت شپږ نيم ډالره دى. يعنې د هندي روپيو په اعتبار اويا روپۍ کيږي (د هغه مهال).

 مگر له دې "اوياوو روپيو" د سامان څخه الله تعالٰى يو داسې قيمتي انسان جوړ کړ چې دومره قيمتي دى چې په پيسو کې د ده هيڅ قيمت نه ټاکل کيږي. او يا تريليونه روپۍ هم د يو انسان قيمت نشي جوړيدى.

د انسان د ډير زيات ارزښتمن کيدو اندازه هغه وخت کيږي چې کله د ده د جسم يوه برخه له ده څخه واخستل شي. د انسان څخه چې د هغه يو لاس غوڅ  شي، که ميلياردونه ډالر هم ولگوي، بيا به هم دغسې يو لاس ده ته بيا ورنکړل شي. که چيرې د يو انسان د سترگى نظر ختم شي، نو د ټولې دنيا دولت او پېسې به هم ده ته هغه سترگه ورنکړي چې دوباره ليدل پرې وکړي. که چيرى يو انسان ژبه له لاسه ورکړي که هرڅومره قيمت اداء کړي نو له بازار څخه به داسې شي ترلاسه نکړي چې دا ورباندې خبرې وکړي او خپل خيالات ورباندې څرگند کړي.

د الله تعالٰى صنعت څه عجيبه شان دى، هغه له بې قيمته شي څخه ډير زيات قيمتې شى جوړ کړى دى. هغه مړ شي په ژوند شى باندې تبديل کړ، هغه له بې شعوره مادې څخه باشعوره مخلوق جوړ کړ. هغه د نشت څخه شته پيدا کوى، يو جادوگر چې له چړې څخه د يوې تيږې آواز راوباسي نو د دې په ليدلو سره ټول خلك هك حيران پاتې شو. مگر خداى تعالٰى چې بې شميره انسانان له مادې څخه جوړ ودرولي، او هغه په نهايت معنا لرونکو الفاظو کې خبرې کوي، مگر دوى ته په کتلو سره هيڅوک نه حيرانيږي، څومره ړانده دي هغه خلك چى د جادو کرشمې ويني مگر د الله تعالٰى (د قدرت) کرشمى ورته نه ښکارى. څومره ړانده او په تياره کې دي هغه خلك چې د کوچنۍ کرشمې ورښودونکو ته سرتر پايه عقيدتمن وي مگر هغه ذات چې رښتينې کرشمې خلکو ته ښيى د هغه لپاره د هغوى په دننه کې د عقيدت او محبت جذبه نه راپورته کيږي. 

 

حقيقت دا دى چې که چيرې انسان خداى جل جلاله ومومي، نو د هغه په کمالاتو کې به ورك شي، د الله تعالٰى پرته د بل شى به ورته احساس نه وى

 

نجيب معراج

بېرته شاته