سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9766
ټول لیدونکې
1262389

زه او زما مور


2018/13/05

زه او زما مور/بامیان/۱۳۵۰ لمریځ کال
ته به پر ما ګرانه ئې تل تر تله! 
لیکنه: رابرت منچ 
دری ژباړه: پروین پژواک/۲۰۰۵ میلادی کال 
پښتو ژباړه: ضیأ کاکړ/۲۰۱۸ میلادی کال 
*
مور خپل ماشوم په غیږ کی نیولی ؤ او په آرامۍ ئی زنګوه، وړاندی وروسته، وړاندی وروسته، وړاندی وروسته. او کله چه په غیږ کی ؤ هغه ته ئی ویل:
ته به راته ګران ئی تل ترتله 
ته به راته ګران ئی دزړه له تله 
څوچه زه ژوندۍ یمه 
ته به ئی زما ماشوم 

ماشوم وده وکړه، وده وکړه، وده وکړه او وده وکړه څو چه دوه کلن شو. هلکي به دکور شا او خوا منډی وهلی، له المارۍ به ئی کتابونه را ایستل، له یخچاله به ئی خواړه بهر شیندل، یوځل خوئی دمور لاسی ساعت په کمود کی واچوه او اوبه ئی پذی خوشی کړی! کله خوبه مور ویل چه: داهلک می لیونۍ کوي! 
خو شپه کله چه به هلکی غلی شو مور به دهغه دکوټی ور پرانیست، دکوټی پر غولي به وڅښیدله، دتخت له څنګه به ئی پاس وکتل، او چه هغه به رښتیا ویده ؤ، مور به زوی په غیږ کی واخیست او په آرامۍ به ئی زنګوه، وړاندی وروسته، وړاندی وروسته، وړاندی وروسته. او کله چه هغه ئی په غیږ کی ؤ ورته به ئی ویل: 
ته به راته ګران ئی تل ترتله 
ته به راته ګران ئی دزړه له تله 
څوچه زه ژوندۍ یمه 
ته به ئی زما ماشوم 

ماشوم وده وکړه، وده وکړه ، وده وکړه او وده وکړه څو چه نهه کلن شو. هغه هیڅکله نه غوښتل چه د ډوډۍ لپاره پر دسترخوان کیني، هیڅکله ئی نه غوښتل چه سر اوځان و وینځي، کله به ئی بدی خبری کولی، کله کله به مور ویل: غواړم چه دا هلک په ژوبڼ خرڅ کړم! 
خو شپه، کله چه به زوی ویده شو، مور به دهغه دکوټی ور پرانیست، دکوټی پر غولي به وڅښیده، دتخت له څنګه به ئی پاس وکتل، او چه هغه به په رښتیا ویده ؤ، مور به زوی په غیږ کی واخیست او په آرامۍ ئی زنګوه، وړاندی وروسته، وړاندی وروسته، وړاندی وروسته. او کله چه په غیږ کی ؤ، ورته به ئی ویل: 
ته به راته ګران ئی تل ترتله 
ته به راته ګران ئی دزړه له تله 
څوچه زه ژوندۍ یمه 
ته به ئی زما ماشوم 

زوی وده وکړه ،وده وکړه،وده وکړه او وده وکړه څوچه ځلمکی شو. هغه عجیب او غریب ملګري وموندل،عجیب او غریب جامی ئی اغوستلی او عجیب او غریبه موسیقي ئی اوریدله. کله به مور فکر کوه چه په خپل کور کی نه، په ژوبڼ کی اوسیږي! 
خو دشپی، کله چه به ئی ځلمکی زوی ویده شو. مور به دهغه د کوټی ور پرانیست، پرغولي به وڅښیده، دتخت تر څنګ به ئی پاس وکتل، اوچه هغه به په رښتیا ویده ؤ، مور به زوی په غیږه کی واخیست او په آرامۍ به ئی زنګوه، وړاندی وروسته، وړاندی وروسته، وړاندی وروسته. اوکله چه هغه ئی په غیږ کی ؤ، ورته به ئی ویل: 
ته به راته ګران ئی تل ترتله 
ته به راته ګران ئی دزړه له تله 
څوچه زه ژوندۍ یمه 
ته به ئی زما، ماشوم 

ځلمکي زوی وده وکړه، وده وکړه ، وده وکړه او وده وکړه څو چه ځوان سړی شو، هغه دمور له کوره ووت او په ښار کی ئی کور واخیست، خو شپه، مور به کله ناکله په موتر کیناسته اودښار پر لور به روانه شوه ، که دزوی ټول څراغونه مړه وو، مور به دزوی دکوټی کړکۍ پرانیسته، دکوټی پر غولي به وڅښیده، دتخت تر څنګه به ئی پاس وکتل، او چه زوی به په رښتیا ویده ؤ، مور به زوی په غیږه کی واخیست اوپه آرامۍ به ئی زنګوه، وړاندی وروسته، وړاندی وروسته، وړاندی وروسته. او کله چه ئی په غیږه کی ؤ ،ورته به ئی ویل: 
ته به راته ګران ئی تل ترتله 
ته به راته ګران ئی دزړه له تله 
څوچه زه ژوندۍ یمه 
ته به ئی زما ماشوم 

ښه، دامور هم په پای کی زړیده، زړیده، زړیده اوزړه شوه. یوه ورځ ئی خپل زوی ته ټیلفون وکړ او وی ویل: ښه ده چه زما لیدو ته راشئ، ځکه زه زړه او ناروغه یم.
زوی ئی لیدو ته لاړ، کله چه مور خپل زوی ولید، وی غوښتل چه دتل په شان ورته ترانه و وایي: 
ته به راته ګران ئی تل ترتله 
ته به راته ګران ئی دزړه له تله 
خو وی نشو کولای چه ترانه بشپړه کړي، ځکه ډیره زړه او ډیره ناروغه وه. زوی مور ته نږدی لاړ، هغه ئی په غیږه کی واخیسته اوهغه ئی په آرامۍ زنګوله، وړاندی وروسته، وړاندی وروسته، وړاندی وروسته. او دا ترانه ئی ورته ویله: 
ته به راته ګرانه ئی تل ترتله 
ته به راته ګرانه ئی دزړه له تله 
څو چه زه ژوندی یم 
ته به زما مور ئی 

هغه شپه کله چه سړی کورته لاړ، تر ډیره وخته پر زینی ودریده. بیا هغی کوټی ته لاړ چه نوی زېږېدلی لور ئی پکی ویده وه.هغه خپله لورکۍ په غیږکی ونیوله او په آرامۍ ئی وزنګوله، وړاندی وروسته، وړاندی وروسته، وړاندی وروستهُ. او کله چه ئی په غیږه کی وه، هغی ته ئی و ویل: 
ته به پر ما ګرانه ئې تل تر تله 
ته بر ما ګرانه ئې دزړه له تله 
څوچه زه ژوندی یمه 
ته به ئې زما ماشومه
*
رابرت منچ/پروین پژواک/ضیا کاکړ

پښتو ژباړه: ضیأ کاکړ

بېرته شاته