سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9855
ټول لیدونکې
1391960

د رمضان المبارک د ښه استقبال لپاره ۳۰ مهم نصیحتونه


2018/15/05


۱: د فرائضو او واجباتو په سمه توګه اداکول.د توبه او اسغفار زیاتوالی.
۲: د روژی مبارکی میاشتی مسائل ذده کول او نورو ته ښودل.
۳: خپل نفس دی پر تقوی باندی پاپند کړه.
۴: پر صله رحمۍ کې مخکې والی وکړه.
۵: زړه دی له کینی،بغض،نفرت او حسد څخه پاک کړه.
۶: د تیرو روژو قضائي که درباندی پاتی وي.
۷: دعاء خپل عادت وګرځوه.
۸: د صدقه ورکول خپل عادت وګرځوه.
۹: د قران شریف تلاوت ډیر کړه.
۱۰: د قیام اللیل خاص اهتمام وکړه.
۱۱: له انټرنیټ او اجتماعي رسنیو څخه استفاده محدوده کړه.
۱۲: د تلویزون له لیدلو څخه ډډه وکړه.
۱۳: د کورنۍ لپاره د روژی څخه مخکی غذایې مواد برابر کړه.
۱۴: د روژی لپاره دی دنیاوي کارونه سپک کړه.
۱۵: د ورځني ژوند لپاره منظم تقسیم اوقات جوړ کړه.
۱۶: پر خادمانو او مزدورانو باندی مو کارونه سپک کړئ.
۱۷: که توان او طاقت مو وي عمری ته لاړ شئ.
۱۸: تر ټولو ډیر وخت پر مسجد کې تیر کړه.
۱۹: خوب دی کم کړه.
۲۰: تر ۴۰ ورځو پوری د تکبیر اولی سره لمونځ وکړه.
۲۱: له نشه یې توکو څخه ځان وژغوره.
۲۲: د خلکو سره د لیدلو سلسله کمه کړه.
۲۳: کوښښ وکړه چې د قرآن شریف کوچني سورتونه حفظ کړی.
۲۴: ماشومانو ته مو د روژی نیولو عادت ورکړئ.
۲۵: د کم خوراک عادت جوړول.
۲۶: دا روژه مو له تیری روژی څخه په اعمالو غني کړئ.
۲۷: د شعبان د میاشتی ورځی وشمیرئ.
۲۸: د مالي حقوقو اړوند مسائل ذده کړئ.
۲۹: د شپی لخوا پر وخت د ویده کیدلو عادت وګرځوئ.
۳۰: پر دعاګانو باندی خاص تمرکز او اهتمام کول.
اللهم بارک لنا رجب وشعبان و بلغنا رمضان.
ستاسو د نیکو دعاګانو په هیله.

ارمغان بهار

بېرته شاته