سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9871
ټول لیدونکې
1426722

ستامينه رښتنې نه وه


2018/16/05

 

 

نازدکال هر پسرلی ته خوشحالي کوله داسی فکر يې کاوه چې دهغې مينه به دالوچې ونۍ غوندی هرکال دپسرلي راتګ سره نوي ښاخونه اونوي ګلونه ونسي اونامزادبه يي دواده لپاره غوټې پيسې راوړي کله نه چې دهغې نامزاد غرب ته قاچاقبرسره لاړ نوهماغلته يي دقانوني پاتی کيدولپاره يي ديوې بهرنې انجلې سره واده وکړ اوماشومان يي پيدا شو 
نازپوره پنځه کاله انتظارويست خوداځل نوې کال ورته دالوچې دګل ښاخ کې يوکا رغه کينولی و چې دهرسهارراتګ سره به نازدکا رغه په شورماشور دخوبه پاڅيده
ناپيدا اميدونه يي زړه کې دهغې دنامزاد دراتک شېبې ورته په سترګو سترګوکولې اوازه شوه چې شمس به سږکال راځي 
ناز به هره ورځ بازارته روانه وه نوې جامې رنګارنګ بنګړي ډير دفيشن سامانونه ځانته واخيستې چې واده به وکړي دهغې دماشومتوب ملګرې شمس به راځي کوم چې نازته ډيرګران وه داځکه چې دماشومتوب نه به شمس ناز ته ويل تاسره مينه لرم اوتاسره به واده وکړم 
دشمس دراتګ لپاره يي ساعتونه شميرل دانتظارشېبې پای ته ورسيدې شمس دامريکی نه راغی خوهغه مينه يي ورنه هير ه وه دناز نوم يي په خوله وانه خيست 
کونډه مور چې همدا دوه زامنوته کونتون کړی وه
دسهار چاې وخت کې ورته ياده کړه 
زويه څومره وخت ته راغلی يي چې دواده سرشته وکړو دشمس سترګې برګې برګې شوې ويل دچا واده زما؟
مور مسکۍ شوه ويل هو ستا
شمس په ډډ اواز وويل دهمدی خبرې سپيناوې ته راغلی يم ماخو پنځه کاله مخکې هلته بهرنې انجلې سره واده کړی 
زوې اولور لرم ناز اوس زماخور غوندې ښکاري نه زما ملګرې که دويم واده وکړم پوهيږی څه به وشي مابه حکومت دامريکی نه دتل لپاره خارج کړي ځکه چې دهغه هيواد په قانون کې دا جواز نه شته کونډه مور ددې خبرې په اوريدو سره بی هوشه شوه شيبه تيره نه وه چې روغتون کې ډاکتران پرې راټول شول خو غريبه مور نوره ژوندۍ نه وه خپله ساه يې حق ته سپارلې وه ټکنده غرمه دشمس دمورمړۍ کلي ته راغې خبره دکلي دخلکو غوږوته ورسيد عالمونه سره ټول شول نازدخپلې کوژدې دوخت نه پاتې شين شال کې دخواښې په مړې راغله کله چې دشمس سترګې په ناز ولګيدې دناز خپوته ښکته شوه چې معذرت ترې وغواړي خونازپښتنه وه خپل جرات يې دلاسه ورنکړ ويل خير ته نارينه يي 
نارينه داسی بلهوس اوهردم خيال وي ستامينه رښتينې نه وه ځکه داسې وشوه 
شمس بيانژدی شو وويل ناز ماوبخښه 
خودشمس ورور ديدار راغی ناز يي تری کش کړه ويل مور سمبال کړه ته زما يي زه درسره واده کوم. پای

زرلښته حفيظ بشريار

بېرته شاته