سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9803
ټول لیدونکې
1337949

ديوسربازقيمتي ډالۍ


2018/16/05

  هغه مې پيژنده زماديوې نالوستې ملگرې کونډۍمورلوروه خاطره کله چې دلسوکالوماشومه انجلې وه خورا ښکلې اوډيره بيداره وه       هغه وخت کې هم دجهالت په تياروکې يې خپل مشر وروريې چې دطب دپوهنځی محصل ودهيواد دښمانانوپه يوراکټي بريدکې دافغانستان په پلازمينه کې کابل ښارکې دلاسه ورکړ موريې کليواله هوښياره ميرمنه وه خاطره يې ښه په تعليم وروزلولکه ديوې زوی په شان خاطره دکونډۍ مورتياره ژوندته ډيوه شوه دوخت تيريدو سره دښکلې پيغله مرکچيان ډيرشول خاطره دمور په خوښه خپل دماشومتوب ملگری چې دمور يواځنې هيله وه کوژده وکړه دواړو ميندوته داخيښي ددوه نازولوجوړو ځوانانودراتلونکي ښه پيل وځکه چې دوه کونډه ددوه نازولو ځوانانودژوندتار ديوې روښانې مستقبل پوري تړلي و چې ددوې ژوند به هم په کې خوندي وي زړکی دخاطرې دژوند ملگری چې دانجينري نه شهادت نامه درلود کار پسی ډيروگرځيد خوکار يي پيدا نکړناچار دسربازی مقدسی دندې ته يي زړه ښه کړه کال پس چې دوې دواده نښه وه چې په همدی مياشت کې به واده کوي دخاطرې دواده جامې جيزونه اوحتی دواده بړستن هم گنډل شوې وه فقط دهلک دراتگ انتظار يې کاوه ماذديگرقضادخاطرې دټيلفون شرنگۍ په غږيدوشوه او ورته وويله شوه زړگی لږه خوږ شوی سبار سهارته به ستاسو کورته راځي مور يې هم دلته وغواړئ دا شوم خبر ددواړو ميندو غوږوته ورسيد اودميندو زړونوکې دډار او ويرلمبې بلې کړی سل رقمه خبرې به يې زړه کې گرځيدلې دغم شپه سهارشو دلمرڅرک سره دخپودربار اوکوڅه کې دشورماشور اوازونه پورته شول درې تورسرې دمخه کوسې ته ووتلې دزړکی په تابوت دافغانستان بيرغ پروت و اوتابوت يې دانگړ مينځ کې ورته کيښودې درې واړه کونډۍ ديوتابوت نه تاويدې اومخونه يې وهل همدا ناره يې وهله اه خدايه ددوه ميندوکونتون بس نه وه چې اوس دی داغم زمونږاولادته هم وښود دوه ساعته ورسته تابوت پورته شو دهيواد قيمتي ارزښتمند سرباز يي هديری خواته يوړ خاطره کوټۍ ته منډه کړه دزړگی دلاس نښه هغه قيمتي ډالۍ تصويريې زړه پورې ونيوه کوم چې     زړکی عسکري جامو کې اخستی اوخاطرې ته يې وړکړی واوورته يې ويلي و چې کله دې ياديدم زماپه نه شتون کې زماتصويرته گوره دتصويرشاته ليکل شوې وه زه سربازددی وطن يم سرورکوم خوسنگرنه

زرلښته حفيظ بشريار

بېرته شاته