سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9855
ټول لیدونکې
1409465

یو بی ساری ګام چې په ملکیتونو کې د ښځو د حق ضمانت کوي


2018/30/05

د افغانستان د ځمکو اداره تر غور وروسته د غیررسمي ښاري سیمو د ملکیتونو د تنظیم لپاره یوه داسې مقرره جوړه کړه، چې ټول اړخونه په کې نغښتي دي او په ۱۳۹۶/۱۰/۰۶ نېټه د کابینې په شپاړسمې نوبتي غونډه کې د جاللتمآب جمهور رییس محمد اشرف غني له خوا تصویب او منظور شوه. دا مقرره د ځمکوالۍ د چارو تنظیم قانون د یو سل و دولسم مادي له مخې په ۴ فصلونو او ۲۸ مادو کې جوړه شوې ده او موخې ېې په سیسټماټیکه توګه د غیر رسمي ښاري سیمو سروې او ثبت، د ملکیتونو خوندیتوب، پر یادو سیمو د پانګونې لپاره د زمینې برابرول او د دې مقررې په تطبیق کې اړوندو ادارو ترمېنځ د همغږي

رامېنخته کول دي. په دې مقرره کې د غیررسمي ښاري سیمو په ملکیتونو کې د ښځو حقونو ته هم ځای ورکړل شوی دی. د یادې مقررې نهمې مادې په اوومې فقرې کې ویل شوي دي: »د دې مادې د لومړۍ، دویمې، درېېمې او څلورمې فقرې له مخې د غیررسمي ښاري سیمو کورونو د مالکینو مېرمنې هم د ملکیت د شریکانو په توګه پېژندل کیږي.« که څه هم افغانستان یو اسالمي هیواد دی او د اسالمي احکامو په رڼا مېرمنې هم په ملکیتونو او جایدادونو کې حق لرونکي دي، ولې تر ډېره بیا په عمدي توګه له خپلو حقونو بې برخې کیږي خو د غیررسمي ښاري سیمو

د غیررسمي ښاري سیمو د ملکیت په سندونو کې د شریک په توګه د مېرمنو پېژندل د افغانستان د ځمکو ادارې یوه لویه الس ته رواړنه ده، چې ورته مبارکي وایم. د ښځو د کار، فعالیت، حقونو او هغو ته د پاملرنې په برخه کې د افغانستان د ځمکو ادارې دغه نوښت ټولو نورو ادارو ته یوه ښه بېلګه ده. اړتیا ده، چې هره اداره ښځو ته د هغو حقونو په ورکړه کې ورته عملي ګامونه واخلي. «

ملکیتونو په سندونو کې د ښځو د نومونو لیکل کوالی شي د ستونزو یوې برخې ته د پای ټکی کیږدي؛ په دې معنا چې تر دې وروسته څوک نه شي کوالی، چې ښځې په ملکیتونو کې بې برخې کړي، دا ځکه چې نومونه ېې په سندونو کې لیکل کیږي او دا د هغوی د برخې ضمانت کوي. په دې اړه چې د افغانستان د ځمکو ادارې دغه نوښت په ټولنه کې د افغان مېرمنو د پیاوړي کېدو ترڅنګ څومره د هغوی پر ژوند مثبتې اغېزې پرې باسي، د دې ادارې د اطالعاتو او عامه اړیکو خبریاله نګینې حفیظي د عدالت موسسې له رییسې اغلې لیلما ناصري سره چې په بشري حقونو او د ښځو له حقونو د دفاع په برخه کې په کار بوخته ده، ځانګړې مرکه کړې او په سر کې ېې د افغانستان د ځمکو ادارې دې ګام په اړه ېې پوښتلې ده. »دا د خوښۍ ځای ده، چې د غیررسمي ښاري سیمو ملکیتونو په سندونو کې د مېرمنو نومونه د شریکانو په توګه لیکل کیږي. د افغانستان د ځمکو ادارې دغه کار د افغان مېرمنو د ژوندانه په تاریخ کې ثبت کیږي او دا د قانون حاکمیت ښکارندوي کوي.« نګینه حفیظي: د غیر رسمي ښاري سیمو د ملکیت په سندونو کې د یوه کور د خاوند مېرمنې نوم لیکل اوسنیو ستونزو ته په کتو څومره شونې ده؟ لیلما ناصري: »موږ په هره برخه کې ستونزې لرو او دغه ټولې ناخوالې د جګړې زېږنده دي، خو دا په دې معنا نه ده، چې د ټولنې نیمايي برخې ته له کاره الس واخلو. د ستونزو سره سره اړتیا ده، چې پر مخ ګام واخلو. ښايي ځینې داسې کورنۍ وي، چې د ملکیت په سندونو کې د مېرمنو د نوم لیکلو مخالفې وي، خو دا بیا رسنۍ، د ښځو 

چارو، اطالعات او فرهنګ وزارتونو دي، چې پر ملکیت د ښځو مالکیت د ارمان پوره کېدو په برخه کې په مرکز او والیتونو کې د ښوونځیو، جوماتونو او نورو الرو څخه په ګټنې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.« نګینه حفیظي: په پای کې دا هم راته ووايئ، دغه نوښت څومره کوالی شي، چې د ښځو د حقونو په ورکړه کې ګټور ثابت شي؟ لیلما ناصري: »یو ځل بیا د افغانستان ځمکو ادارې ته مبارکي وایم. د ښځو د کار، فعالیت، حقونو او هغو ته د پاملرنې په برخه کې د افغانستان د ځمکو ادارې دغه نوښت ټولو نورو ادارو ته یوه ښه بېلګه ده. زه د افغانستان ځمکو ادارې ته په اړوندو چارو کې د نورو بریالیتوبونو هیله کوم.« مېرمن ناصري همدا راز په دې برخه کې د مدني ټولنو اهمیت او ونډې ته په کتو وايي، دا د هر افغان دنده ده، چې د ښځو د حقونو په ورکړه کې اوږه په اوږه کار وکړي. د افغانستان د ځمکو ادارې د هیواد په اته والیتونو لکه کابل، هرات، بلخ، کندهار، ننګرهار، فراه، بامیان او دایکندي کې تر اوسه د غیررسمي ښاري سیمو 472512 کورونه سروې او ثبت کړي دي. دلته دا هم د ویلو ده، چې د غیررسمي ښاري سیمو د ملکیت سندونو وېش لړۍ د جاللتمآب جمهور رییس له خوا د هرات دغه شان سیمو ۵۰۰ اوسیدونکو ته د سندونو په وېش پیل شوه، خو تر ټولو جالبه ېې دا چې له دې ډلې د یوه هستوګن کور مالک چې د ملي بانک متقاعد کارکوونکی هم دی په سند کې د خپل نوم له لیکلو تېر او خپل ملکیت ېې په بشپړه توګه د خپل مېرمنې په نوم کړ، چې دا پر مخ یو ګام دی. 

 

نگینه حفیظی

بېرته شاته