سرلیکونه
رسنۍ
سایټ په اړه
ټولې لیکنې
9855
ټول لیدونکې
1409383

پيغله- لنډه کيسه


2018/30/05

زه یوه دینی او د اسلامی اخلاقو پایبنده پیغله وم.

کلونه تیر شول اما زما رایباری ته سوک رانغلل مانه کم عمره پیغلی واده شوی د ماشومانو میندی شوی. عمر می 34 کلو ته ورسید. یوه ورز یو سوک ما سره کوژدی کولو ته حاضر شو. دیره خوشحاله شوم کوژده وشوه دوه ورزی وروسته د هلک مور راغله. زما لیدو نه وروسته یی وویل چی ستا عمر خو 40 کاله ښکاری ما ورته وویل 34 کلنه یم .هغی وویل چی دا عمر د ماشومانو زیږولو ندی. او زه د لمسیانو د لیدو تږی یم .بوډی خپل زوی سره زما نکاح فسخه کره .

شپږ میاشتی می غمجنی تیری کری. زما د غم کمولو دپاره پلار می عمری ته واستولم. عمری ته لاړم حرم شریف کی ناسته وم الله ج نه می د خپل خیر دعا غوښتله چی یوه ښځه می ولیدله په ښایسته غږ قران لولی او دا ایت بیا بیا تکراروی وکان فضل الله علیک عظیما (او د الله فضل او مهربانی چی دیره لویه ده په تا ده) خپل غم می ور سره شریک کړو غیږ کی یی ونیولم او دالله دا ایت یی تکرارولو ولسوف یعطیک ربک فترضی( زر ده چی الله به تاته در کری او ته به راضی شی) دیره راحت شوم کورته را واپس شوم .

ناڅاپه یوی دینداره کورنی می رایباری ته حاضر شول . په خوشحالی می ومنله او واده مو وکړلو خاوند می دینداره وو. ماته او زما کورنی ته یی دیر احترام لرو او ماهم همداسی احترام کولو .عمر می 36 کلو ته ورسید. میاشتی تیری شوی د اولاد مینه می په زیاتیدو شوه د تداوی دپاره داکتری ته لاړو د معایناتو وروسته داکتری وویل مبارک تداوی ته اړتیا نشته ته حامله یی. تر ولادت می د جنس د معلومولو هیس ډول معاینات ونکرل.

ولی چی هر سه چی وو د الله فضل می گڼلو. ولادت می خلاص شولو گورم زما او زما د خاوند د کورنی غړی تول مانه چاپیره ناست دی خاندی. پوهیږی چی کله می وپوښتل ولی خاندی دو ی سه جواب راکر. په یو غږ تولو وویل: یو هلک او یوه انجلی ده . ددی غږ په اوریدو می د خوشحالی اوښکی په مخ شروع شوی. او حرم شریف کی هغه ښځی او دالله ج دا ایت چی لوستلو یی راپه یاد شوو( ﻭﻟﺴﻮﻑ ﻳﻌﻄﻴﻚ ﺭﺑﻚ ﻓﺘﺮﺿﻰ ) یقینا دمهربانه الله ج خبره حق ده ( ﻭَﺍﺻْﺒِﺮْ ﻟِﺤُﻜْﻢِ ﺭَﺑِّﻚَ ﻓَﺈِﻧَّﻚَ ﺑِﺄَﻋْﻴُﻨِﻨَﺎ ) د الله امر ته صبر کوه تا مونږ وینو.

جاويد ظاهر

بېرته شاته